مجاهد: «په فیسبوک کې نوي مشرتابه ته منسوب خپور شوی پیغام جعلي دی»

کابل ټکی کام ۰۵غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد کابل ټکي کام ته یو پیغام رالېږلی دی، چې د طالبانو د نوي مشرتابه شیخ هبة الله اخونزاده هغه پیغام پکې جعلي بلل شوی دی، چې په فیسبوک کې خپور شوی دی.
مجاهد ویلي دي، چې تراوسه پورې د شیخ صاحب نه غږیز پیغام او نه هم غیر غږیز پیغام نشر شوی دی.
«موږ ټولو لوستونکو ته اطلاع ورکوو چې د اسلامي امارت نوی زعیم هبة الله اخندزاده صاحب تراوسه په خپل غږ یا بې له غږه هيڅ کوم پيغام نه دی نشر کړي او نه هم هغه جعلي پيغام د اخندزاده صاحب پورې اړه لري.»
شیخ هبة الله اخونزاده نن د طالبانو د رهبري شورا له لورې د نوي مشرتابه په توګه مقرر کړی شو، د نوموړي عمر د څلوېښتو او پنځوسو کلونو ترمنځ دی، چې د ښه علمیت او استعداد خاوند دی.
د یادولو ده، د طالبانو پخوانی مشرتابه ملا اختر محمد منصور اخوند د روان کال د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه د کندهار د رېګستان او د بلوچستان نوشکي ته څېرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې له لورې په نښه شو، او له منځه ولاړو.



