پنجشیر کې د حکمتیار د زوم همایون جریر کاروان د خلکو د فزیکي غبرګون سره مخ شو

کابل ټکی کام ۰۶غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن له غرمې مخکې د ګلبدین حکمتیار د زوم همایون جریر کاروان چې پنجشیر ولایت ته داخل شوی وو، د خلکو له لورې پرې ډزې او د تیږو باران پیل شو.
همایون جریر چې له نورستان ولایت څخه یې غوښتل، د پنجشیر پر لاره کابل ته ولاړ شي، د پنجشیر د پریان ولسوالۍ خلکو یې مخه ونیوله. خلکو د نوموړي موټر په ډبرو وویشتل، او محافظین یې په کوتکو وډبول.
ویل کیږي، وروسته له اخ او ډب څخه همایون جریر له سیمې څخه نا معلوم لوري ته تېښته کړې ده.
دا په داسې حال کې چې د حکمتیار حزب د دولت سره د سولې نهایي موافقې ته رسېدلی دی، او ډېر ژر به کابل ته راستون شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button