امریکا وايي، په افغانستان کې به یې ځواکونه د اوږدې مودې لپاره پاتې وي

کابل ټکی کام فرید احمد ۶ غبرګولي/جوزا ۹۵
د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر د رود آیلن ایالت دڼیوپورت په ښار کې خپلو سمندري ځواکونو سره د لیدلو پر مهال ویلي دي، ځواکونه به یې په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتي وي، خو څه اندازه کمښت به پکې راولي.
دی زیاتوي، پلان یې په افغانستان کې د ځواکونو کمول دي، خو څه اندازه ځواکونه به د اوږدې مودې لپاره هلته پاتي وي، ترڅو له ترورېزم سره جګړه پر مخ بوزي.
نوموړي همداشان وویل چې پنټاګان او متحدین به یې د افغان ځواکونو تمویلولو ته دوام ورکړي.
کارتر زیاتوي، «مونږ مالي سرچینې به د ترهګرو په ځپلو باندې مصرف کړو، او خپلو افغان متحدینو سره به مرستو ته دوام ورکړو.»
امریکا وروسته له هغه چې حزب اسلامي له دولت سره د جوړجاړي لاسلیک کړی دی، پدې ټينګار کوي چې له افغانستان څخه د ژر وتو فکر نلري.



