منصــور دخپــل کامــیاب سیاست قرباني شــو / اسامه وزیروال

هر نفس څکونکی دمرګ دی بختور خلک هغه دي چې مرګ یې هم په ژوند تعبیر شوی او ورته د”مړ” نوم کارول منع ګرځول شوي ریښتیا هم ځېنې خلک مړه نه وي؛ محض مکان تغیر کړي یو له داسې اشخاصو څخه امیرالمؤمنین منصور رحمه الله دی؛ منصور له دارالفناء څخه درالبقاء ته وکوچېد او دلته یې خورا ډیرې نېکنامۍ باقي پرېښودې.
منصور د امارت دویم زعیم و. منصور د امارت دچارو واګې هغه ګړۍ ترلاسه کړې چې نړیوالو استخباراتي شبکو او طواغیتو د امارت دړنګېدا خیالي پلاوونه وهل او بېخرته پیسې یې د امارت په له منځه تللو مصرفولې.
امیرالمؤمنین منصور پخپل دیانت، صداقت، نزاکت او ویښ ذهن نه تنها نړیوال طاغوت حیران کړ بلکې دداخلي دښمنانو شوم اهداف او پلانونه یې هم دخاورو سره خاورې کړل.
امیرالمؤمنین منصور یو مدبر او نابغه سیاستدان و، منصور دوه نیم کاله غربي استخبارات وننګول او لالهانده یې وساتل.
منصور وو چې دباغیانو او طاغوتیانو سره یې مردانه مقابله وکړه، د امارت صف یې متحد او دفتوحاتو لړۍ یې ګړندۍ وساتله.
منصور وو چې امارت ته یې په تعلیمي، فرهنګي، ولسي او جهادي برخو کې غوره میکانېزم وټاکه او دتللي رهبر په نقش قدم یې دتوکل بالله پالیسي کلکه کړه.
امیرالمؤمنین منصور پاکستان ته داسې درس ورکړ چې پاکستاني سیاستوال یې هیښ کړه او دا یې ورته په اثبات ورسوله چې کومه سوله چې تاسو غواړئ هغه معامله ده او موږ پخپلو وینو معامله ګر نه یو .
منصور پاکستان ته په سیاست کې شکست ورکړ مګر په شیطانت کې پاکستان ترې میدان یووړ.
منصور به هغه وخت مړ وای چې دمنصور فکر له منځه تللی وای او دیموکراتیکه بڼه یې غوره کړی وای.
منصور به هغه وخت مړ وای چې دشهیدانو په وینو یې سودا کړی وای، ځانته ارګ او مجاهدینو ته یې مرګ غوره کړی وای.
منصور به هغه وخت مړ وای چې قافله یې په تاووپیچ لارو بې رهبره پرېښی وای .
منصور قافلې ته د ژوند په هر کږلیچ ډېوې روښانه کړې، او لارویانو ته یې وښودله؛ که زه وم که نه وم دا مو مسیر دا مو هدف ځکه موږ په جار نارې وهو چې منصور مړ ندی.
ترڅو چې دغازیانو دتورو دخرپ او ترپ غږونه اورېدل کیږي تر هغو به دمنصور فکر او منصور ژوندی وي.
—- پورتنۍ لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې توافق ورسره شرط ندی —–



