د امریکایانو پیغام او د طالبانو ځواب …!!

لیکنه :   موسی فرهاد

  څو ورځي وړاندي د ډیورنډلاین په اوږدو کې امریکايي ډرون برید د طالبانو مشر أمیر ملا اخترمحمد منصور په نښه او په شهادت یې ورسا وه ، له برید وروسته اوباما وویل :  موږ د طالبانو مشر په نښه کړ ، دا یو ستر ګام دی ،  په افغانستان کې مو د سولي چانس برابر کړ ، طالبان دي د کابل حکومت ومني ، کنه نور بریدونه به ورباندي وشي .

   له دې سره د کابل ناوسه چارواکو هم د اوباما په تعقیب وویل : منصور مو ویشتلی ، طالبان دي سوله وکړي ، کنه بیا به یی امریکایان په ډرون وولي .

  د بې پیلوټه الوتکي د برید قومانده اوباما په غاړه اخیستل ، ورپسي بیا پخپله اعلان کول او بیا د کابل د لاسپوڅي رژیم لخوا د منصور په وژنه خوښي کول او طالبانو ته د غني او سولي شورا لخوا د تسلیمۍ او یا ډرون ته د تیاریدلو ګواښونه کول … هغه پیغام ؤ چې امریکا او د هغوی د ګوډاګیانو لخوا د نوي حربې او جدیدي ستراتیژۍ په شکل طالبانو ته ورکول شو .

  دا پیغام په داسی مهال ورکول کیږي چې امریکا او د هغي ګوډاګی رژیم په څلور اړخیزو او نورو ټولو شیطاني هلو ځلو کې له شرموونکي شکست سره مخ شول ، هیڅ یې ترلاسه نکړل ، پرته له دې چې ورځ تر بلي په نړیواله کچه د طالبانو له لاسه له رسوایي سره مخ کیږي .

    حقیقت دا دی چې په دې کار (د طالبانو د مشر په شهادت) او دې ډول اخطارونو سره هم امریکا او هم  یې ګوډاګي رژیم ، نړۍ ته خپل حماقت او ناوسي وښودله.

   دا ځکه چې د امریکایانو خو دا لومړۍ وژنه نه ده ، هغوی خو دا څوارلس کاله په افغانستان کې قتل عام جوړ کړی ، په زرګونو معصوم انسانان یې هم پخپلو الوتکو او ټانګونو او هم د خپلو ګوډاګیانو په لاس په شهادت رسولي دي . خو بیا یی هم یو افغان دې ته نه دی اماده کړی چې هغه دې دوی ته تسلیم شي .  نو چې ۱۶ کاله وروسته بیا هم همغه نسخه باندي دومره خوشحالۍ کوي نو دایي څرګند حماقت ګڼل کیږي .

  او ناوسي یې ځکه ده چې یوه نیمه لسیزه یې د نړۍ د ۴۴ هیوادونو عسکر له ځانه سره په افغانستان کې وجنګول ، تنها ډرون نه ، بلکي بـــ۵۲ ، شینوک او په سلګونو نور جنګی وسایل یې بی دریغه وکارول ، پایله يې د دوی په شکست او د طالب په بریالیتوب او پرمختګ منتج شوه ، نو له دوی سره بله هیڅ فارموله او هیڅ چاره پاتی نشوه ، پرته له دې چې د منصور صاحب په شهادت یې د طالبانو د له منځه وړلو بې تعبیره خوب ذهن ته ورغی .

  دوی فکر وکړ چې د أمیر له شهادته وروسته به طالبان سخت وویریږي ، ټول به تسلیم شي ، بل مشر به پیدا نکړي ، سره وبه پاشل سي . اختلافات به یې دومره شي ، چې له امله به یې جهاد تري پاتي شي ، امریکا او  ګوډاګیان به یې د آرام سا واخلي ، خپل اشغال او استعماري سیاست ته به له خپلي خوښي سره سم دوام ورکړي .

  مګر طالبانو د امریکایانو او د هغوی د ګوډاګیانو د دې پیغام په وړاندي ځواب داسی پیل کړ چې تکمیل به یې په نژدې راتلونکي کې دوی خپله د سر په سترګو وګوري . انشاء الله .

طالبانو د تل په څیر له خپل خدای ورکړي فراست او بصیرت څخه داسی کار واخیست چې د دښمن د هیلو بلکل برعکس و ، د خپل أمیر له شهادت څخه ۲۹ ساعته وروسته یې د هغه ځای ناستی شیخ هبة الله صیب د نوي أمیر په توګه په بریالیتوب سره غوره کړ ، په داسی متفقه شکل چې د اختلاف او بیلوالي تصور هم چا ونکړ .

  چې دا د دښمن لپاره ترهرڅه مایوس کن ګذار ؤ ، طالبانو د بل هر وخت نه څو ځله زیات خپل وحدت او یووالی دښمنانو ته وښودی ، او پرخپله سپیڅلي تګلاره چې د یرغلګر دښمن له ناپاکو منګولو څخه د وطن آزادي او د خپلو نوامیسو ساتنه ده ؛ نور هم د استقامت او ټینګ دریدلو پیغام ورکړ .

   د کابل د ګوډاګي رژیم هغه غوښتنه چې ویلي وو طالبان دي تسلیم شي او یا به یې امریکا په بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي ؛ بابیزه وګڼله ، بلکي هغه یې د ګوډاګیانو په حماقت او بزدلۍ تعبیر کړه .

  ځکه چې که ګوډاګیان کولای شي چې طالبان د امریکایي ډرون څخه وویروي او یا کوم طالب د دوی د کورډینیشن او یا جاسوسۍ په نتیجه کې شهید هم کړي ؛ خو طالبان بیا مستقیماً  کولای شي چې ۲۰۰ تنه لوړرتبه ګوډاګیان په لسم ریاست کې له منځه یوسي .

  نو طالبان وایی چې د امریکایانو له لوري دا ډول ناعاقبت اندیشه منحوس عمل او جذباتي الټی ماټم ، او د کابل د رژیم له لوري په پردیو الوتکو طالبان ویرول او پر هغوی باندي د تسلیمۍ ږغ کول ؛ داسي یو پیغام دی چې فقط د دوی بې عقلي او بې وسي ښیی ، بل هیڅ نه.  دا پیغام نه یوازي دا چې طالبان لا پر خپله تګلاره او پرخپل سپیڅلي منهج ټینګولای او متحد کولای شي ، بلکي د رژیم  له لوری د سولي او تفاهم هغه دروغجن شعارونه هم په اوبو لاهو کوي چې خلکو ته به یې د روغي جوړي کاذبي ژمني ورکولي .

پای …………………………………………………………..!!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button