
دکندهارپه شاولیکوټ کې دولتي عسکرد پرمختګ دعوه کوي طالبان وايي په شاتمبول شوي دي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ دغبرګولي ۸ عبدالهادي همت
له څورورځور راهسي دکندهارولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د دولتي عسکرواوطالبانو ترمنځ سختي جګړې روانې دي تیره شپه دولتي عسکرو دعوه وکړه چې د شاولیکوټ په البک اوګڼو نورو سیمو کې دطالبانو په سنګرونو بریدونه کړي دي اوطالبانو ته يې درانه زیانونه اړولي دي.
خوطالبانو د دولتي عسکرو ادعا رد کړي ده او ویلي دي چې په شاولیکوټ کې په دولتي عسکرو دمینونو ګڼي چاودني ترسره کړي دي اوهم يې ددوی دهغو عسکرو بریدونه په شاتمبولي دي چې دطیارو په مټ په سیمه کې پیاده شوي و
طالبان دا نه مني چې دوی ته زیان اوښتی دی



