د کندز د امنیه قومندانۍ مرستیال طالبانو ته ژوندی په لاس ورغلی

کابل ټکی کام ۰۸غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندز ځايي مسئولین وایي، چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال وحیدالله طالبانو ته ژوندی لاسته ورغلی، او نا معلوم لوري ته یې وړی دی.
د ځايي مسئولینو له قوله، وحیدالله له تخار ولایت څخه کندز ته روان وو، چې په خواجه پسته سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو، طالبانو یې پر موټر سختې ډزې وکړې، د هغه ساتونکی یې وواژه، او وحیدالله یې له ځانه سره ژوندی بوتلو.
لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال هم د وحیدالله نیول کېدل تأییدوي، او وایي، چې دغه پېښه نن سهار د کندز-خان اباد پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد هم کابل ټکي کام ته د وحیدالله نیول کېدل تأییدوي، او وایي، چې د وحیدالله موټر یې له منځه وړی، یو ساتونکی یې وژلی، او بل اربکي قومندان یې ټپي کړی دی.
مجاهد همدا راز وايي، چې له دوی څخه یې ټوله وسله هم نیولې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button