د امن او پرمختګ را منځته کولو پلمې يا د وحشت او ترهګری خپرولو بې مثاله کارنامې

د امريکې د جوړښت ډبره په غرور، تکبر، ځآن غوښتنې، ظلم او بې رحمی اېښودلی شوې، امريکايان هېچا ته هم په متقابل احترام قائل نه دي، هېڅوک هم د خپلواکی درلودلو او باانصافه تعامل وړ نه ګڼي، د هېچا امتياز او برتري هم دوی ته د تحمل وړ نه دی، د اهمو سيمو واکمنی، د عمده ذخائرو ملکيت، د نړيوال تجارت او مهمو اقتصادي چارو سربراهي، پرمختللي صنعت او ارزښتناکو انکشافاتو کې مخکښتوب خپل يوازينی حق ګڼي چې د تر لاسه کولو لپاره يې له جعل، تزوير، کذب، افتراء، وعده خلافی او هېڅ ډول دسيسو څخه ډډه نه کوي.

امريکا کمزوري هېوادونه او په ځانګړې توګه هېڅ يو اسلامي هېواد هم خپلواک نه شي منلای، د اېل کولو لپاره يې هر شيطانی مکر په کار اچوي او وروستی تدبير يې يرغل او د مظلومو  ملتونو د حقه حقوقو باندې پښې اېښودل دي.

د امريکا تاريخ په دې شاهد دی چې د قاهرانه تسلط، جابرانه واکداری ، غاصبانه ملوکيت، استعمارانه پراختيا او قومی استثمار له امله د مرګ په ژبه خبرې کول د هغوی ثقافتی مزاج دی، بهيميت او درندګی د هغوی په خټه کې نغښتی دی، د وينو ځبېښل د هغوی پلرنی خوښه مشغله ده، د ظلم او فساد تخمونه کرل او بيا بلا ناغه ابياري کول د هغوی خوی او عادت دی.

امريکايان د انسان په شکل او لباده کې د انساني وينې ځبېښلو معتاد ځنګلی حيوانان دي.

هغه چا باندې تعجب دی چې له امريکايانو څخه د انصاف طمع کوي، هغه چا باندې تعجب دی چې د امريکايانو په يرغليزه ظلمونو تعجب کوي د هغه چا په عقيده او ايمان کې فرق دی چې امريکايان د مسلمانانو بلکې د بشريت دښمنان نه ګڼي.

که ډيری خلک د الله له کتاب څخه بې خبره دي چې يهود او نصارا يې خپلو پيروانو ته څنګه معرفي کړي، کم له کمه لنډکی تاريخ هم دې دپاره کفايت کوي چې امريکايان دې سړي وپېژني چې هغوی هېڅکله هم زموږ دوستان نشي کېدای، له دوی څخه د خير طمع اشتباه، بلکې تر څو وس او توان ورسره وي د مسلمانانو په سرونو، مالونو او ناموسونه به تجاوز ته دوام ورکوي.

که امريکايانو پخپل تاريخ کې يو ځل په يو اسلامي يا غير اسلامي هېواد بې موجبه تېری کړی وای نو بيا دا ګمان پر ځای وه چې امريکايان په دغه يرغل کې سهوه شول چې بې موجبه يې په افغانستان يرغل وکړ او افغان ولس ته يې هغه مادي او معنوي زيانونه واوړل چې شايد په څو لسيزو هم جبران نکړل شي، او بيا دا خبره به ډېره بې ځایه نه وه چې امريکايانو له طبيعت څخه د مجبورتيا له امله نه بلکې د يوې اشتباه په اساس يې دې بې دفاع ولس سره دا نادوده وکړه چې دپنځه لسو کالو د ير غل په موده کې يې د هېڅ ډول بشري اصولو پرواه ونه ساتله او دا چې د  وحشت ټولو نقشو پياده کولو با وجود هم پاتې راغلی شايد عقل يې سر ته ورغلی وي او خپله اشتباه يې درک کړي وي

په افغانستان باندې د امريکايانو يرغل لومړنی يرغل نه دی چې گواگې امريکا دېنه مخکې په هېڅ يو هېواد يا سيمه کار نه دی لرلی او همدا ئې لومړنی ځل ده چې له مجبوريته يې په افغانستان ور ودانگل او له يرغل پرته يې بله چاره نه وه بلکې يوازې په تيره پيړۍ کې د امريکې يرغلونه، او په آزادو او خود مختاره سيمو وردانگل په لسگونو دي د بېلگې په توگه:

په ١٨٩٨ ميلادي کال کې په کيوبا او پلپاين باندې د هغوى يرغل دليل داوه چه دا سيمه بايد د امريکې يوه برخه وي.

  1. په ١٩٠٠ کال د چين په خلاف جنگ پيل کړ.
  2. په ١٩٠٣ کال د جنوبي امريکا ” پاناما “ په خلاف يرغل، په دې دليل چې خپل کنترول لاندي ئې راولي.
  3. په ١٩٠٦ کال يو ځل بيا د کيوبا په خلاف يرغل.
  4. په ١٩٠٩ کې په نيکاراگوا باندې حمله.
  5. په ١٨١٧ م کې د اروپا په جنگ کې برخه اخيستل.
  6. په ١٩٤٥ م کال د نړی په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د اتوم بم هيروشيما او ناګاسا باندې ازمويلو سره هلته دوزخی منظر جوړ کړ، چې له زهرجنو اثراتو څخه يې راتلونکی نسلونه هم بې اغېزې پاتې نشو.
  7. په ١٩٥٨ د امريکا فوځ په اندونشيا باندې ور ننوتل.
  8. په ١٩٦١ م کال په ويتنام باندې حمله، چه هلته د ويتناميانو له سخت مقاومت سره مخ شول او تر ١٩٧٣ کال پورې هلته په جنگ کې را گير شول چې په دغه جنگ کې د درې مليونه څخه زيات ويتناميان مړه شول او د امريکا هم پنځه پنځوس زره عسکر تلف شول او مجبوراً د امريکې لښکر په شا شو.
  9. په کال ١٩٦٢ کې په جامايگا باندې يرغل.
  10. په کال ١٩٧٠ کې په کمبوديا باندې يرغل.
  11. په کال ١٩٨٢ کې په لبنان باندې يرغل.
  12. په کال ١٩٨٣ کې د گرناډا په جزيره باندې قبضه.
  13. په کال ١٩٨٦ کې په ليبيا باندې حمله.
  14. په کال ١٩٩١ کې په عراق باندې لومړۍ يرغل.
  15. په کال ١٩٩٧ کې د افغانستان د خوست په سيمه او د سواډان د دوا سازی په فابريکه توغندوئي بريد.

په ٢٠٠٣ کال يو ځل بيا په عراق باندې سره له دې چه د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو مخالفت وکړ او ملګرو ملتونو هم دا يو بې دليله جارحانه اقدام وگڼلو اما امريکې په دې پلمه چه هلته صدام ده زموږ خبره نه مني ممکن د کيماوي اسلحې د توليد توانمندي يې پيدا کړې وي ، پر عراق له څو خواوو ورودانگل، د هېڅ ډول غير مجاز اسلحو په استعمال ئې پرواه وکړه، ، په لکونو خلک ئې شهيدان کړل په لکونو ماشومان ئې يتيمان او ښځې ئي کونډې کړې په لکونو انسانان ئې د پابنديانو په نتيجه کې د لوږې له امله د مرگ په سزا محکوم کړل،  ښارونه، کلي، فصلونه او باغونه ئې تباه کړل اما د کيمياوي اسلحو يوه وړوکې بېلگه ئې د درواغو په توگه هم چا ته ونشو ښودلاى، ښکاره ده خپل اهداف ئې درلودل دا يوه پلمه وه.

دادی تقريباً پنځلس کاله مسلسل يې  په افغانسان کې د بشري حقوقو د علمبرداری تر عنوان لاندې هغه څه وکړل چې قلم يې په ليکلو، ژبه يې په ويلو شرمېږي، د احساس خاوندان خو لا څه چې ګڼ بې ضميره عناصر يې هم انسانيت ته پړ بولي، د انصاف خوښوونکي خو لا څه چې نړيوال جبابره يې هم سرتمبه متجاوزين ګڼي، د بشري خپلواکی معترفين خو لا پرېږده چې ګڼ بهمي صفته لا ابالي نشه يان يې هم د معاصرو نادرو جرمونو مخکښان ګڼي.

په افغانسان کې يې چې کومه خطرناکه او د تباهی خپرولو اسلحه استعمال کړه د انساني جنګونو په تاريخ کې بې مثاله ده.

د يرغل په لومړيو مرحلو کې يې چې د خپلو رسنيو له لارې افغانانو ته کوم ژېړ غوړ باغونه ښودل، د خپلو نوکرانو په توسط يې چې د کوم انصاف، امن او خوش ايند پروژو يادونه کوله د وخت تېرېدو سره دا هر څه معکوس ثابت شول.

د مرکز په شمول په لر  او بر کې  د هېواد يوه برخه هم د دوی له شر او وحشت څخه په امن پاتې نشوه : د طالب او مشکوک په نامه د خلکو په کورونو له وحشت څخه ډکې چاپې، د شپې په تورو تيارو کې د الوتکو، سپيو، او بې رحمه عسکرو له لوري د کور او کلي بې ګناه ماشومان، سپېن ږېري او ښځې ځورول، کړول او بې پته کول د افغان ګوډاګي حکومت د ممانعت او انکار باو جود هم دوی تر اوسه داډول کرغېړنو اعمالو ته دوام ورکوی.

هغه جنګسلاران چې ولس يې د طالبانو په مخکښتوب پر خلاف را پاڅيدلي وه د پاڅون په نتيجه کې يې تقريباً ټول دېته اړ کړي وه چې افغانستان پرېږدي او له خپلو ناروا سرمايو سره بل ځای ته وتښتي، امريکايانو هماغه وحشي ځناور را وستل د افغانستان په مظلومو خلکو يې بيا مسلط کړل، چې دا دی پنځلس کاله امريکايان د  خپلو همدغو نوکرانو په ملتيا په افغانانو يرغليز اقدامات او  ظلمونه جاري ساتلي.

د خلکو باغونه يې ړنګ کړل، کورونه يې بمبارد کړل، زندانونه يې څو څو ځله ډک کړل بلکې هر جنګسالار او بې رحمه ډلو ټپلو ته يې دا موقع ميسر کړه چې خپل شخصي زندانونه ولري تر څو چې څنګه وغواړي بې دفاع ولس په خلاص مټ وکړوي، ويې ځوروي او خپله ناروا غوښتنه ورباندې تحميل کړي.

د څو بې ضميره، بې رحمه او سست عنصره اشخاصو څخه يې حکومت جوړ کړی او په افغانانو يې تپلی د هر ډول ناخوالو او اداري فساد فرصتونه يې په لاس ورکړي چې په دې باب کې يې په نړيواله سطحه لومړيتوب له هېچا څخه پټ نه دی.

له دې ټولو سره سره بيا هم امريکايان په ډېره سپين سترګی خپل ځان سپين باز ښيي، خپلو ټولو جنايتونو باندې پرده اچوي او خپل هر ظلم ته د مشروعيت صبغه ورکوي.

کوم اصيل افغانان چې د خپلې ځمکې د خپلواکی لپاره اواز اوچتوي، يا د دوی له غوښتنو او هدفونو څخه خلاف حرکت کوي، او يا هم د خپلو فطري او شرعي حقوقو څخه ددفاع په خاطر د پرديو او دهغوی له پلورل شويو په خلاف خپل وس کاروي هغوی ته ترهګر وايي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button