کوچنی ومه رالوی شوم اوس اتــل يــــم

نقيب الله(احمدي)

کوچنی ومه رالوی شوم اوس اتــل يــــم
مجاهد شومه غلـــــيم ته يې اجــل يــــم

سپين ارمان چې مې شهيد په دغه لار شي
تنکی ځوان د دې کاروان زه هم يو مل يـم

ربه شيدا چې مې ژوندون په شبګيرو شي
نن راوتی د شهيـــد اشنـــا په پــل يــــم

سترو حماسو ته به سينګار د حـورو وکړم
انقـــلاب دی نيمه خوا غوندې غـزل يــــم

ټول عــالم چې مې حيران وي قـربانۍ ته
زه د ورک طـالب د وينــو په بـــدل يــــم

ربه! احمدي کړې ته وصال په جنتي ميلمنو
لاروی د دغې لارې يــــو مشـــعل يــــم

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button