
په ژوند هم مظلوم او له شهادت نه پس هم مظلوم
فضیلة الشیخ الدکتور هانی السباعي
ژباړه: عمرعلی روحاني (دکابل ټکی کام همکار)
د نړۍ ټولو اسلام ته متعهدو مسلمانانو ته او په ځانګړي ډول د افغانستان مجاهدو مسلمانانو ته د ملا اختر محمد منصور د شهادت تعزیت وایم او د مولوی هبة الله د طالبانو د مشر په حیث په ټاکل کیدو سره ټولو ته مبارکي وایم.
ملا منصور د خپل وخت د اسلام یو ستر اتل و او مولوي هبة الله د جیدو علماو د شورا په اتفاق او اجماع سره د هغه ځای ناستی وټاکل شو، په اسلام کې د شخصیتونو راتلل او شهیدان کیدل یو عادی او نورمال کار ګڼل کیږي چې هیڅ د تشویش خبره نه ده، که نړیوال کفري ځواکونه د اسلام پر خلاف هر څومره زور ووهي نو اسلام ته هیڅ ضرر نشي رسولی، خصوصا په افغانستان کی چې تل دغه هیواد د طغاتو او جبابره و مقبره ګرځیدلې ده.
وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ (146) آل عمران.
وَلَا تَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ قُتِلُوا فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَمْوَٰتًاۚ بَلْ أَحْيَآءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ۱۶۹آل عمران.
دا زمونږ عقیده ده، وژل شوي مو شیهدان دي، ګټونکي مو د عزت ترلاسه کوونکي دي، او بندیان مو د اجر ترلاسه کوونکی خلک دي.
امریکا طالبانو ته یو مُلا ووژلو خو هغوی ته خدای بې شمیره مولوي مشران ورکړل د مولوي رتبه په افغانانو په اصطلاح کې له ملا نه یو څه لوړه وي، نو نوی مشر هم مولوي دی او دوه معاونین یې هم مولویان دي، د افغانستان په تاریخ کې د یوه افغان مشر سره دومره ظلم نه دی شوی لکه د ملا اختر محمد منصور سره چې وشو.
ملا اختر محمد منصور تیر کال د طالبانو د عالمانو شورا لخوا د دغه تحریک مشر وټاکل شو، کال یې لا نه و پوره شوی چې د خاینانه د برید له کبله په شهادت ورسید، ملا منصور کوم عادی سړی نه و چې ناڅاپي د دغه تحریک مشرتابه ته راغلی و، هغه د روسانو د یرغل پر مهال د یوه ستر عالم مولوي محمد یونس خالص تر څنګ د روسانو او د هغوی د دګوډاګیانو پر خلاف د جهاد افتخار درلود، وروسته بیا هغه مهال چې افغانستان د مفسدینو او شریرو انسانانو له لاسه ځوریدو د طالبانو د تحریک له مؤسسینو څخه دی، او د اسلام د مجدد ملا عمر نږدی ملګری او معاون پاتې شوی، له مرګه مخکی یې هم مظلومانه ژوند درلود او په مظلومانه ډول ووژل شو او له مرګ نه وروسته پرې د ځینو کړیو لخوا تورونه پورې کول ورباندې یو بل ظلم چې ولې یې د ملا عمر مرګ تر دوه کلونو پورې پټ ساتلی و؟ ځینو پرې دا اعتراض وکړ چې نوموړي په ایران کې څه کول؟ چې د ایران ویزې یې په پاسپورټ کې لږیدلې وې، د دې ټولو تورونو ابتکار د امریکایانو لخوا کیږي، ورپسې د پاکستان امریکایی پلوه خپرونې یې بیا په زور او زیر سره خپروي. زه مسلمانانو ته وایم چې د خدای دا قول ولولئ او له خدایه وویریږئ.
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِين)
د طالبانو شورا چې د تفسیر، احادیثو او فقهي عالمانو نه تشکیل شوې ده، هغوی په یوه خوله وایي چې ملا منصور یو ډیر نیک انسان و، مجاهد و او له ډیر احترام نه یې د امیر المؤمنین خطاب ورته کاوه.
نو د صادقینو سره صداقت په کار دی او د کاذبینو سره مقابله، د امریکا خارجه وزیر جان کیري دهغه له مرګ نه وروسته وویل چې نوموړی د امریکا دښمن و، او نوموړی په افغانستان کې!!! د امریکا لپاره تهدید و!!!، تاسی فکر وکړئ جان کیری له فوځونو سره د منصور هیواد، ځمکه او فضا په زور نیولې ده او خپل ځان د هغه لپاره تهدید نه ګڼي او برعکس د دغه هیواد بچي د ځان لپاره تهدید ګڼي دا کوم انساني منطق دی؟
ایران خو د امریکا یو ولایت دی که کله هم امریکا په واشنګټن برید وکړ نو پوه شئ چې اوس پر ایران هم برید کوي، پرته له دې امریکا به کله هم پر ایران برید ونکړي.
کله چې د امریکا لخوا په افغانستان کې پر مجاهدینو هوایی برید پیل شو نو ځینې مجاهدین پاکستان ته واوښتل، په پاکستان کې ونیول شول او امریکایانو ته بیرته وسپارل شول، او ځینې چې بلوچستان ته لاړل بلوچانو وساتل، هغه که د ایران بلوچان وو او که د پاکستان، په ایران کې خو یواځې حکومت د شیعه ګانو په لاس کې دی نور خو د سنیانو نفوس او نفوذ دواړه له شیعه ګانو نه زیات دي، د ایران په بلوچستان کې په ملیونونو سني مسلمانان پراته دي، خو ایران یې لا په رسمیت هم نه پیژني.
نو د ملا اختر محمد منصور د پاسپورت خبره یا خو درواغ او افتراء ده او که فرضا رښتیا هم وي نو هغه به یې د دې لپاره جوړ کړی و چې له یوه هیواد نه بل هیواد ته پرې سفر وکړي.
زه منصور یو ډیر مظلوم شهید ګڼم، او دا هم یو لوی ظلم ګڼم چې نن سبا په میډیا کې ورپسې بد رد ویل کیږي، ځینې ورته آن چې کنځل کوي.
ملا منصور د طالبانو مشرتابه شورا په ۲۰۱۵ کال کې د جولای په میاشت د خپل مشر په حیث رسما اعلان کړ، ما په همدې منبر تاسې ته د کندز د فتحې زیری درکړ، کندز د ملا منصور په مشرۍ فتح کړای شو، څه د پاسه ۶۰۰ مسلمان مظلوم بندیان یې له بنده آزاد کړل، د کندز ښار یې په مکمل ډول آزاد کړ، ټول خلک خوشحاله وو، آن چې مونږ دلته خوشحاله وو، او دا کار یې د ملا عمر د وفات د اعلان نه لږ وروسته تر سره کړ، ویل کیږی چی ملا عمر رحمة الله علیه په ۲۰۱۳ کال کې وفات شوی دی، یعنې د وفات له اعلان نه دوه کاله مخکې، نو تر دوه کلونو پورې د ده مړینه پټه ساتل هم د ملا منصور یو ستر زکاوت و، ځکه چې د طالبانو انسجام ، تجهیز او مقاومت په منظلم ډول پر مخ روان و، د فتوحاتو خبرونه یې په ټوله نړۍ کې خپریدل، په پښتو، فارسي، عربي، او آن په انګلیسي ژبه او امریکایانو هڅه کوله چې د فشار لاندې ېې راولې څو دا خبرونه خپاره نه شي څو خلک له حقیقت نه خبر نه شي، په ټول هیواد کې سختې جګړې یې پر مخ بیولې، پاکستان ډیر تجسس وکړ چې د ملا عمر په اړه معلومات پیدا کړي خو ونه توانید.
ملا منصور خپل ټول عمر یا په دیني مدارسو او یا د جهاد په سنګرونو کې تیر کړی دی، د روسانو د یرغل پر مهال او بیا وروسته د فساد او ګډوډۍ پر خلاف، افغانستان یې هم له کفر نه پاک کړ او هم له فساد او مفسدینو نه، نوموړی یو ستر مشر و، نومړی د قندهار دی، ملا عمر هم د قندهار و، او مولوي هبة الله هم د قندهار دی، خدای پاک کفري نړۍ ته د قندهاریانو په لاس عذاب پیدا کړی دی.
ملا منصور د طالبانو د حکومت پر مهال د هوانوردۍ وزیر و، د دې نه معلومیږي چې طالبانو تحریک پر ده باندې څومره باور او اعتبار درلود، نن ولې ځینې ناپوه خلک ورباندې تورونه لګوي، ای خدایه ! هر څوک چې پر ده باندې تور پورې کوي چې دی د ایران یا د پاکستان ایجنټ و، ته یې په سترګو ړوند کړې، په پښو یې شل کړې، کور یې وران کړی، په دنیا او آخرت یې وشرموې.
دا منفي تبلیغات د مسلمانانو د بدنامۍ په خاطر خپرول کیږي، څوک چې وایي هغه په ایران کې څه کول؟ دا ولې نه وایی چې: د امریکا الوتکې په ده پسې چا راوستې؟ دا نه وایې چې دا د مسلمانانو وینې د امریکایانو په لاس څوک تویوي؟ ملا اختر محمد منصور د ۳۰ نه زیاتو کفري هیوادونو سره پوره ۱۵ کاله جګړه وکړه، د ۲۰۰۱ نه نیولې تر ننه پورې، نو پوښتنه داده چې د دومره بې دریغه قربانیو په ورکولو سره سره آیا دا امکان لري چې د کوم هیواد سړی دی اوسي؟ څوک چې په ناپوهۍ، ناخبرۍ یا په عمدي توګه پر هغه باندې دا ډول تورونه لګوي دا په اصل کې د علماو په ټوله شورا باندې تور پورې کول دي، ځکه چې ملا منصور همدغې شورا خپل مشر ټاکلی دی، تر ټاکلو مخکې ملا منصور د همدغې شورا مشر هم و، او د همدغې شورا غړي دي چې دغه جهاد یې پر مخ بیولی او لا یې هم بیایي، ملا منصور چې کله مشر شو نو په خپله لومړنۍ وینا کې یې وویل چې زموږ هدف د اسلامي شریعت نافذول دي، اشرف غني چې امریکا راوستی په افغانستان کې یې حاکم کړی اصلاً د شریعت د نفاذ د مخنیوي او د دموکراسۍ د تطبیقولو لپاره یې راوستی دی، کله چې ملا عمر ژوندی هم و نو ملا اختر منصور ته یې مکمل صلاحیت ورکړی و چې ټول اهم کارونه د ده په لاسلیک سره پر مخ تلل، ملا منصور یو عملي مجاهد و، د جینوا، قطر او ترکیې د هوټلونو مجاهد نه و، د ده ساده ګرځیدل د دې لپاره و چې د نړیوالو تروریزم له ترور نه په امن کې وي، ملا عمر رحمة الله علیه هم په همدې موخه ډیر ساده ګرځیدو، یا خو د پاکستان د استخباراتو په واسطه امریکا ته په ګوته شوی دی او یا د ایران لخوا دا کار شوی دی.
کله چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ او طالبان دوباره فعال شول نو د طالبانو زیاتره مشرانو به آن خپلې څیرې نه ښکاره کولې، خو په لومړي ځل د ملا اختر محمد منصور سره د بیعت صحنه ویډیویی عکاسی او خپره کړای شوه ځکه چې د ملا عمر سره د بیعت په اړه شکونه پیدا شوي وو ځکه چې ویډیويي صحنه یې چا نه وه لیدلې، خو ملا منصور دا شکونه په دې طریقې سره ختم کړل، د مسلمان مشر په ټاکل کیدو کې هیچیرته د خلکو دومره کثرت نه دی لیدل شوی، د ملا اختر محمد منصور سره د بیعت صحنه کې دومره خلک راغونډ شوي وو چې په یوه ډیر ستر مسجد کې نه ځاییدل.
ملا عمر، ملا اختر محمد او ملا هبة الله دا ټول د دغه تحریک له موسسینو څخه دي او ټول کندهاریان دي او د ټولو عمرونه هم تقریبا سره ورته دي، او ټول د هیواد جید علماء دي، آیا اتلان، مجاهدین، عالمان او د دغه عظیم تحرک موسسین څنګه د بل چا د لاسه اله ګرځیدلی شي.
د ملا اختر منصور د شهادت خبر پخپله د اباما لخوا علان شو، د طالبانو شورا تر یو څه وخته پورې چپتیا اختیار کړه چې دا یو ستر حکمت و، ځکه حالات یې کنټرول کړل، اوضاع یې سمه کړه بیا یې د خپل نوي مشرتابه کارونه مکمل کړل ورپسې یې د هغه د شهادت اعلان وکړ. دا یو شرعي سیاست دی، ځکه چې دا تحریک له هر طرف نه د کفارو لخوا تر تعقیب لاندی دی.
ملا اختر منصور چې په کومه سیمه کې په شهادت رسیدلی هغه د قندهار ولایت مربوط سیمه ده او د پاکستان د بلوچستان د نوشکی له سیمې سره بیخي نږدې ده، کوټې ته هم نږدې ده، په داسې یو ځای کې په شهادت ورسول شو چې هلته د پاکستان او امریکا تر منځ دغه سیمه د هر ډول الوتکو د پرواز لپاره منع اعلان شوې وه، خو پوښتنه داده چې بیا ولې او څنګه دغه امریکایی بې پلوټه الوتکه دغې سیمې ته ننوته؟
عجیبه خبره بیا داده چې د پاکستان داخله وزیر وویل چې باید ملا اختر محمد منصور د ایران په خاوره کې تر برید لاندې راغلی وی نه په دې سیمه کې، د دې نه معلومیږې چې د ده په هکله راپور یا پاکستاني چارواکو ورکړی او یا ایراني، ځکه چې په پاکستاني چارواکو کې هم داسې کړۍ شته چې د ایران سره لاس لري، لکه قادیانیان، اسماعیلیان، او د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه چې شیعه وه تر ټولو یو ښه دلیل دی، نو د پاکستان په ټولو ارګانونو کې آن په پوځ کې یې هم شیعه ګان نفوذ لري، که د پیښې سیمې ته نظر واچوو نو تور په پاکستان راځي.
د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر چې پاکستانیانو بندی کړو په ښکاره یې ورته وویل چې تاسې له طالبانو سره دښمني لرۍ، تاسې د سنیانو دښمنان یاست، او آن له مسلمانانو سره دښمني کوئ، او د امریکا سره پټې معاملې لرئ، او له مونږ سره له چل ول نه کار اخلئ.
عربي چینلونو اوازې خپرې کړې چې ګوندې د طالبانو په تحریک کې درز پیدا شوی، چې ښکرور درواغ دي، عبدالحکیم مجاهد چې اوس مهال له طالبانو سره نه دی بلکه په دولت کې کار کوي هم دا آوازي رد دکړې، هو! یو څه سطحي اختلافات وو، هغه حل شول چا چه مخالفت کړی و هم بیرته راغلل بیعت یې وکړ.
د ملا اختر محمد منصور د پاسپورت او ویزو په هکله باید ووایم چې ډیر سني مسلمانان شته چې د ایران پاسپورت لري او ډیر فلسطینی مسلمانان شته چې د اسرائیلو پاسپورت لري دا د دی لپاره چې خپل ضروریات له دې لارې پوره کړي، او په نورو هیوادونو کې پرې وګرځې، خو د دې مطلب هیڅکله دا نشي کیدی چې نوموړی مسلمانان دې د یهودو ایجنټان وي، یو سړی کولای شي چې د کوم هیواد ژبه یې زده وي او پاسپورټ یې ترلاسه کړای شي چې په نړۍ کې پرې وګرځي، ځکه که څوک دې چیرته ودروي نو اسناد دې ګورې او لاره درته پریږدي، او که فرضا د طالبانو د اسلامي امارت اسناد ورسره وي او یا ورته ووایی چې زه د طالبانو امیر یم آیا نو څه به پیښیږي.
مجاهدین باید له همدغه راز تاکتیکونو نه کار واخلي، د طالبانو سره خو نن سبا یواځې د اطرافو او قبایلو مسلمانانو کلک ملاتړي دي، د ښار خلک خو ورسره ښکاره ملاتړ نه شي کولای.
دا باید واضحه کړو چې له ۲۰۰۱ نه تر ننه پورې د مسلمانانو په وژلو کې اوباما د بُش ریکارډ مات کړ، عجیبه داده چې اسامه بن لادن د القاعده مشر و او ملا اختر محمد منصور د طالبانو، دواړه د مۍ په میاشت کې شهیدان کړای شول او د دواړو د شهادت اعلان د اوباما لخوا وکړای شو، اوباما چې د مسلمانانو پر خلاف څه وکړل هیڅ یوه بل کافر مشر نه دي کړي.
سعودیانو په عراق کې د شیعه ګانو په واک ته رسولو کې مرسته وکړه، همدا راز په سوریه کې سعودی او نور عربی ملکونه له امریکا سره په هغه ایتلاف کي ملګري شول چې د سنیانو د ټکولو او د شیعه ګانو نه د دفاع په موخه تشکیل شوی و، همدا راز په افغانستان کې هم سنیان وټکول شول او شیعه ګان برلاسی کړای شول.
نن ملا اختر محمد منصور یو سنی عالم و د امریکا په لاس شهید کړای شو، خو تر اوسه پوري حکومتي او رسمي ارګانونه خو پریږده چې مستقلو اسلامی ډلو او اتحادیو هم د امریکا له ډاره په خولو لاس کیښودلو، یوې ډلې هم آن چې د خپګان ښودلو غږ یې هم پورته نکړ، آن چې اتحاد علماء المسلمین، او نه هم اخوان المسلمين او نه د فلسطین حماس چې مونږ حساب پر کولو، خو برعکس دغو ډلو د هغه صعلوک په مرګ خپګان ښکاره کړ او تعزیت یې وکړ چې په سوریه کې یې د دسنیانو په وینو لاسونه سره وو، د سعودي په پاچا ملک عبدالله باندی یی هم ویر ښکاره کړه، او تعزیت یې وکړ، آیا څوک شته چې د ملا اختر منصور په شهادت باندې هم تعزیت وکړي؟
ان الله لا یصلح عمل المفسدین.
ملا منصور چې په افغانستان کې د سني علماو مشر و، مونږ یې طالبانو ته د تعزیت مراتب وړاندې کوو او د شیخ القرآن و الحدیث مولوی هبة الله په مشر کیدو ورته مبارکي وایو.
هبة الله اخندزاده د طالبانو د حکومت پر مهال د محاکمو مشر هم پاتې شوی په ۱۹۹۶ کې قاضی القضاة و، شیخ الحدیث هم و، ټولې فتاوی د ده په لاس اعلانیدې، په دې معنی چې هم عالم و هم مفتی هم شیخ الحدیث هم شیخ القرآن، او ټولو قضایی ارګانونو د ده تر څارنې لاندې کار کاواه.
نو ای امریکایانو! ای هغه افغانانو چې د امریکا ګوډاګیان شوی یاست! ای هغو خلکو چې د اختر منصور په مرګ خوشحاله شوی یاست! او ای هغو خلکو چې په اختر محمد منصور باندی ډول ډول تورونه لګوئ، خبر شئ چې که ملا اختر محمد منصور لاړو نو مولوی هبة الله راغی، الله ته سوال کوم چې مولوی هبة الله یواځې د افغانانو لپاره هبة (ډالۍ) ونه ګرځوي بلکي د ټول اسلامی امت لپاره هبة (ډالۍ)وګرځوي، او الله دې د ده په لاس داسې کارنامې ترسره کړي چې ستاسې زړونه وچوې، او خبر اوسئ چې اختر محمد خو کله کله له افغانستان نه بهر وتلو خو هبة الله بیخی له افغانستان نه بهر نه ووځي، تاریخ ثابته کړې ده چې یرغلګرو ته تل قندهاریانو غاښ ماتوونکی ګذارونه ورکړي دي، او خبر دار چې همدا اوس هم د شپې له مخې د افغانستان زیاتره سیمې د طالبانو په ولکه کې وي، آن د افغانستان په شمال کې هم، او د امریکا الوتکې هلته هیڅ هم نشي کولای.
د افغانستان د طالبانو جهادي ډله د سوریې د جهادي ډلو سره زیات توپیر لري، دلته یو تحریک دی یوه نظریه ده، یوه قومانده ده او متجانس خلک پکې راغونډ دي او د عامو خلکو ملاتړ له ځانه سره لري، خو په سوریه کې مختلفې ډلې دي او غیر متجانس خلک پکې راغونډ دي، او د خلکو ملاتړ له ځانه سره دومره نه لري.
د افغانستان په ننګرهار کې چې د داعش ډله راښکاره شوه او په غرونو او رغونو کې به یې یو شپونکی چیرته رایسار کړ او د وژلو عکاسی به یې وکړه او خپره به یې کړه نو د طالبانو لخوا په ډیرې چټکۍ سره نشت او نابود شول.
د یادولو وړ ده چې د هبة الله دوه معاونین هم عالمان دي یو د ستر جهادی شخصیت مجدد او فخر المجاهدین مولوی جلال الدین حقاني ځوی مولوی سراج الدین حقاني دی او دوهم د امیر المؤمنین ملا عمر رحمه الله ځوی مولوی یعقوب دی، مولوی سراج الدین حقاني هغه مجاهد دی چی امریکا ورباندی په ملیونونو ډالر انعام ایښی دی.
یو ځل یې د حقاني صیب یو زوي په دې فکر شهید کړ چې ګوندی سراج الدین حقاني دی، د امریکا استخباراتی ارګانونه FBI او CIA شپه او ورځ ورپسې لالهانده دي، خو تر اوسه د خدای په فضل روغ رمټ ګرځي، امریکا هڅه کوي چې خلکو ته داسې وښئ چې ګوندې د حقاني شبکه د طالبانو نه یوه بیله شبکه ده، خو هیڅکله هم داسې نه ده، مولوی جلال الدین حقانی پخوانی ستر جهادی قومندان و او د طالبانو د حکومت پر مهال د قبایلو وزیر و، که د دوی تر منځ اختلاف وی نو سراج الدین حقانی به هیڅکله هم د هبة الله سره بیعت نه و کړی، او نه به د ملا عمر ځوی بیعت کړی وی.
ای امریکایانو خبردار اوسئ! تاسې که یو مشر وواژه نو بې شمیره مشران درته مقابلې ته راووتل، مونږ ټول د ملا منصور په شهادت افتخار کوو، ځکه چې مونږ د بستر له مرګ نه دې مرګ ته ترجیح ورکوو، زه د خدای په نوم لوړه کوم چې که چیرته زمونږ صف متحد وي حتما به بریالي کیږو، تاسې به په ټول عمر کې دا نه وي لیدلي چې امریکایانو دې له چا سره مخامخ جګړه کړې وي تل د الوتکو په وسیله خپل دښمنان ولي، او پخپله تښتي، که د دوی عسکر له چا سره مخامخ جګړه وکړي بیا به معلومه شي چې څوک ګټونکی دی، د دوی عسکر له الوتکو نه هغه مهال راکوزیږي چې سل په سلو کی مطمئن شي چې طالبان نشته، له یوه طالب نه یې د ټانکونو پوره قطار ویریږي، تر دې چې د جګړې د تودیدو پر مهال په تانګونو کې دننه وړې او غټې متیازې کوي، کوم عسکر یې چې خپلو هیوادونو ته لاړ شي په دماغي تکلیف اخته شوی وي، دوی تل په جګړې کولو کې د سیمه ایزو خلکو نه کار خلي پیسې ورکوي او تطمیع کوي یې، په سوریه او عراق کې یې د شیعه ګانو په واسطه جګړه وکړه او په افغانستان کې یې د افغانی لاسپوڅو په واسطه.
لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ ۚ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ ۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ(۵۹) الحشر.
دوی خو د بې پیلوټه الوتکو کمپیوټر ته ناست وي او خپل دښمن باندې برید کوي او هغه کثیف خلک چې زمونږ له قوم نه دي او د مسلمانانو بچي دي او زمونږ په ژبه خبرې کوي او زمونږ په مینځ کې اوسیږي دوی ته د پیسو په مقابل کې معلومات او کوردینات ورکوي ، چې دا کار ښځې او آن ماشوم هم کولی شي دا ډول جګړه خو ډیره ساده او آسانه جګړه ده لکه یو څوک چې ګیم کوي، دوی هیڅکله د نارینتوب مخامخ جګړه نشي کولای. الله دې مولوی هبة الله په خپل حفاظت کې وساتي.


