يو کس چا په كلي كي نه پريښوده ويل خر مې د ملك كره وتړۍ

ليکوال: مفتی شهید علیزی

له ډيره وخته مونږ او تاسې د استاد سياف بې دليله او بې منطقه فتواګانې د ميډيا له لارې اورو او له همدې کبله يې د ایساف د مفتي په نوم  شهرت موندلی دی او بايد چې همدغه لقب ورکړل شي.
خو ډيره د تعجب خبره مې بله واورېده، چې اوس د ایساف مفتی د ټولې نړی د ملکونو د واکدارۍ دعوی هم کوي او په پاکستان يې غږ کړی، چي دطالبانوله مرستې اوروزنې څخه لاس واخلي او د سولي له بهیر سره یې یوځای کړي، کني نور به پاکستان هم دترهګرۍ د تور لست په نوملړ کي ثبت کړی شي.
موږ نه پوهيږو چې استاد سياف د چا پر مټ دغسې اخطارونه ورکوي، د امريکا او که د ملل متحد يا د بل کوم هيواد؟ که دغسې  فکر يې وي نو خطا شوی دی، هغوی هم د استاد سياف په څير خلک د خیرات دیګ هم نه بولي او که کوم بل دم او جادو يې زده کړی وي نو د دې طمعه هم ترې نشي کېدای.
که سړی لږ فکر وکړي دا ضرب المثل په استاد سياف ښه تطبيقيږي، چې  يو ځان شرموي، مګر بعضې قوم شرموي، استاد سياف خو خپل ځان څو څو ځلې وشرمولو اوس يې د قوم شرمېدو ته مټې رانغښتي دي.
زه د يو افغان په صفت استاد سياف ته يوه مفته مشوره ورکوم، چې نور بس کړه مه ځان شرموه او مه قوم، د خپلې شړۍ سره پښې وغزوه، تا څوک په کابل کې نه پريږدي او لاپې د ټول جهان د واکدارۍ وهې، ښه به دا وي چې نور چوپه خوله کېنې دا به درته ډيره غوره وي، ځکه مونږ افغانان يو او افغانان ستا په داسې خبرو شرميږي.
زه چې کله د استاد سياف دغسې خبرې واورم او يو چاته يې ګيله وکړم، چې استاد سياف ولې داسې خبرو ته ملا تړلې نو په ځواب کې راته وايي بعضې خلک دومره سپن سترګي او سترګ شکېدلي وي، چې هر څومره وشرميږي بيا هم نه شرميږي. هغه د يو جادوګر کیسه ده، چې خلکو ته به يې د جادو تعويضونه کول، کله چې طالبان ورباندې خبر شول نو و يې نیولو او قاضي دا سزا ورته اعلان کړه چې مخ يې تور کړئ، په خره يې چپه کېنوئ او په بازار کې يې وګرزوئ، طالبانو همدغسې وکړل او دا اعلان به يې کولو که چا د دغه سړي په څېر د جادو تعوي‍ذونه وکړل نو دغه به يې سزا وي.
وروسته خلکو له دغه سړي سره خواخوګي کوله او ورته ويل به یې بس کړه نور له دغسې کارونو څخه لاس واخله، زښته زيات رسوا او شرمنده شوې، مګر ده به په ځواب کې  ورته وويل زه خو نه شرميږم خلک دې وايي زما يې په خلکو څه.
که د استاد سياف دغسې کارونو ته سړی وګوري او ورته وويل شي، چې بس که نور ځان مه شرموه نو استاد سياف به ورته وايي خدای دې نه کړي زه خو نه شرميږم خلک که زما په اړه هر څه وايي ماته کوم باک نشته.
زه په اخر کې بيا استاد سياف ته وايم چې داسې کارونه وکړه، چې تاته وطن فروش، غلام او لاس پوڅی او د ايساف مفتی ونه ویل شي، بلکې په ښه نومونو دې ياد کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button