آیا اشرف غني به له ملت سره په کړیو وعدو وفا وکړي؟
کابل ټکی کام ۰۳میزان/۱۳۹۴
تبصره: خاموش مؤذن
څو کم اصله افغانان تل د خپلې خوش باورۍ، کم ظرفیتوب او د پردیو فرېبونو له کبله تېر ایستل شوي، او په عبرت نه اخیستلو یې ځانونه د بې چارګۍ، غریبۍ، نفاق او د جګړو لویو کندو ته غورځولي دي.
همدا افغانان لکه څرنګه چې مخکې د پردیو په دسیسو او دهوکو باندې خطا شول، همدا شان نن هم د پردیو کفري اشغالګرانو په دهوکو او دسیسو وغولېدل.
د طالبانو له اسلامي تحریک وروسته پردیو اشغالګرانو په خپل لاس تربیه کړی حامد کرزی د څو شرطونو په بدل کې د افغانستان د پاچاهۍ په تخت کېناوو، او ګڼ شمېر افغانان د هغوی په ډالرو او تبلیغاتو باندې د کرزي د فاسدې ادارې او په باطل اساسي قانون وغولېدل، لمونځونه، روژې او د ږیرې پرېښودل یې صرف د طالبانو تر حکومت پورې تړلي وبلل، او ځانونه یې د کفر تابعدار وګرځول.
همدا شان د شیطان لویه مور امریکا نن هم له کرزي وروسته په عیسویت او دیموکراسي باندې مین اشرف غني د افغانستان د پاچاهۍ په تخت کېناوو، او د تش په نامه د انتخاباتو په کولو کې یې اشرف غني ته داسې چلونه او دهوکې ور وښودې، چې بې شمېره افغانان پرې خطا شول او له کرزي یې عبرت وا نه خیست، ده ته یې د ژبني تعصب په بنیاد رأیه ورکړه.
خو اوس هغه کم اصله افغانان چې کم اصله ګوډاګي اشرف غني تېر ایستل، نن د ارمانونو په چوکۍ لاس تر زنې ناست دي.
او داسې نه چې دغه کم اصله افغانان به نن له اشرف غني عبرت واخلي او سبا به بیا بل پردو روزلي ته ووټ ورنکړي، خو چې سبا بل پردو روزلی راشي او یو څو لاپې ورته وکړي نو دغه کم اصله افغانان به یې آخور ډکوي.
خو افسوس!
په هغو افغانانو چې وروڼه او پلاران یې همدغو پردو اشغالګرو او د دوی غلامانو شهیدان کړي، او بې غیر له اجازې یې کورونو ته ور اوړي، او د دوی له میندو خویندو سره، ناوړه سلوک کوي، بیا هم د همدغو خېرنو ګوډاګیو چټل حکومت په پاک او سپیڅلي افغانستان کې غواړي.
را به شو دې ته چې آیا اشرف غني به له ملت سره په کړیو وعدو وفا وکړي؟
د دې پوښتنې له ځواب څخه به مخکې دې پوښتنې ته لږ وضاحت ورکړو، چې کومې وعدې یې ورسره کړي؟
اشرف غني چې کله ریاست جمهوري ته کاندید شو نو له ملت سره یې داسې وعدې وکړې چې افغانستان به د ظلمونو څخه یو پاک هېواد جوړوم، حق به حقدار ته سپارم، هیڅ ټوپکسالا ته به اجازه ورنکړم چې نور په ملت ملنډې ووهي، په هېواد کې به ماسټر پلان شروع کوم چې په دې سره به د هېواد او کلیو سطحه وړې او سترې پرژې شروع کو، بېکاري به صفر ته راولو.
ټول مهاجر وروڼه به خپل هېواد ته د سهولتونو په ورکولو سره راولو، د طالب مخالفینو سره به خپل مشکلات ختموو او هغوی به اسلحې اېښودلو ته مجبوروو، بندونه به جوړوو خپله برېښنا به فعالوو ځمکې به خړوبوو… او داسې نورې ډېری وعدې وشوې چې ساده ډوله افغانان پرې خطا شول او هغه ته یې د «مفکر دوم جهان» په لقب سره ونازوو.
خو دا دی نن اشرف غني د افغانستان د پاچاهۍ په تخت کېناست او له افغانانو سره یې له کړیو وعدو مخ اړولی، او د هیڅ مظلوم افغان چیغې نه اوري، په هر ولایت او کلي کې بېله پادشاهي ده، ټوپکسالاري روانه ده، عوام بې عزته او بې پته کیږي، په نړۍ کې افغانستان تر بل هېواد زیات په اداري فساد ککړ دی.
افغانان پروژې نه بلکې د سر امن غواړي، د اربکیانو په نامه پروژه همدې مفکر اېجاد کړه، دوستم د همدې مفکر په دور کې په نامه ملېشه جوړه کړه او اوس یې پرې شکنجه کړ، د همدې مفکر به وخت کې پر هر وزارت کې دوه وزیران موجود وي، یو دبل امر نه مني، پښتون ولس تر بل هر وخت زیات وځورېدو، د طالب په نوم هر عام پښتون نیول کیږي، بندي کیږي او وژل کیږي.
نو چې یادې وعدې یې پوره نه کړې او د هیڅ مظلوم چیغې یې وا نه ورېدې، نو یاده پوښتنه خپله ځواب شوه چې، هیڅکله به هم اشرف غني د سولې په وعدو وفا و نکړي، او نه به د هیڅ کوم افغان چیغې ته غوږ کیږدي، او نه به یې ځواب وویلی شي.
خو یواځې دومره به وکړي چې خپل جېب به ډک کړي، سوځېدلی ایمان به د ډالرو په لوګیو باندې نور هم وسوځي او د افغان مظلوم ولس مېنه به په خپلو زده کړیو فرېبونو باندې سپېره کړي.



