کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت
ایمنسټې انټرنېشن ویلي دي چې په تېرو درې کلونو کې ۱،۲ میلیونه افغانان د تاوتریخوالي له کبله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. دغه سازمان له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د دغه کړکیچ د مهارولو غوښتنه کړې.
هغه یو رپوټ چې په کابل کې نن د سه شنبې په ورځ خپور شو په کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي، چې د جگړې په زیاتیدو سره چې پنځلس کاله یې کیږي، د کور دننه بې ځایه شوو کسانو په شمیر کې هم زیاتوالی راغلی . دغه سازمان په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي دي، چې ډیر شمیر بې ځایه شوي کسان په ډارونکي حالت کې د بقا په درشل کې ژوند کوي.
د اسوشیتد پرس خبري اژانس لیکلي دي،چې طالبان په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا له لوري د خپل رژیم د راپرځول کیدو راهیسې د افغان حکومت پر ضد جگړه کوي، چې ددې جګړو له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی .
د ایمنسټې په وینا افغان حکومت پرې دې نه دی توانیدلی چې ان په هغو ځایونو کې چې نړیواله ټولنه پکښې حضور لري، داخلي بې ځایه شوو کسانو ته رسیدگي وکړی شي. د نوموړي سازمان په وینا په درو ولایتونو هرات، بلخ او ننگرهار کې د بې ځایه شوو کسانو حالت د اندیښنې وړ دی.
خو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي مشاور حافظ احمد میاخیل د ایمنسټې انټرنیشنل ارقام رد کړي دي او ویلي یې دي چې د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر کابو یو میلیون ته رسیږي، چې یوازې د جگړې له کبله نه دي اغیزمن شوې بلکې د طبیعي افاتو لکه زلزلې او سیلابونو له کبله بې ځایه شوي کسان پکښې هم شامل دي.


















