کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت
په چین کې د هغه ښیښه یې پول د جوړولو کار پای ته ورسېد، چې په نړۍ کې تر ټولو اوږد پول بلل کیږي او بل ساری نه لري. په دې هکله خبر South China Morning Post ورځپاڼې ورکړی دی.
دغه پول چې د ځمکې نه ۳۰۰ متره لوړ دی، ۳۹۳ متره اوږدوالی لري او په یو وخت کې د۸۰۰ تنو بار اخیستی شي.
په خبر کې ویل شوي، له دې امله چې په سیمه کې د ډیر وخت را په دې خوا ډیر سخت بارانونه وریږي، په پام کې نیول شوې، چې دغه پول به د مینه والو پر مخ د جولای په میاشت کې پرانستل شي.
د جوړونکو ډلې خبر ورکړی، چې ددغه ښیښه پول د ډاډمنتوب ټول ازمایښتونه په بریالي توګه تر سره شوي دي. د ۸۰۰ تنو د بار اخیستلو، د هوا د حالاتو، د تودوخې ددرجې او په همدي ډول د باد پر مهال د مقامومت د څرنګوالي په تړاو یې ددغه پول ۱۰۰ آزمایښتونه تر سره کړي دي.


















