د ولسمشر غني له لورې د برېښنا شرکت پنځه جګپوړي چارواکي ګوښه کړی شول

کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د برېښنا شرکت پنځه جګپوړي چارواکي د ولسمشر غني له لورې له دندې لرې کړی شول، او پر ځای یې نور کسان وګومارل.

یوې خبري سرچینې رسنیو ته د ګوښه شویو جګپوړو چارواکو نومونه او دندې په لاندې توګه بیان کړي دي.

«ګوښه شوي کسان عملیاتي رئیس شکیب نثار، مالي او اداري رئیس احمد شاه ساحل، تجارتي رئیس میرویس عالمي، د PMO رئیس وحیدالله پوپلزی او د کابل د برېښنا رئیس نسیم ګنجی دی.»

سرچینې د دوی د ګوښه کېدو علت نه دی څرګند کړی، خو دومره یې وویل، چې د دغو پنځو جګپوړو چارواکو مرستیالان د سرپرستانو په توګه تعین شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button