کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت
د روسيې هوايي ځواکونو د ایدلب ښار په عامو ځایونو بمبار کړی، چې په نتیجه کې یې ۲۳ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور يې زخمیان کړي، چې په وژل شوو کې زیات يې ښځې او ماشومان دي.
عبدالرزاق جوبیرو، چې د سوریې د غیرنظامي ملیشو څخه دی وویل: د روسيې ۳ درې الوتکو په بمبار کې، چې د سوريې د ایدلب ښار په مرکزي سیمو کې په الوطني او ابن سینا روغتون، مسجد ارر، قصور او سوره سیمو باندې بمبار وکړ په نتیجه کې يې ۲۳ ووژل شول او ۳۵ کسان زخمیان شول چې زیات يې ښځې او ماشومان دي.
جوبیرو زیاته کړې، چې روسيې جنګي الوتکو د ایدلب ښار پر هغه سیمو بمبار کړی، چې د دحکومت د مخالفینو تر ولکې لاندې دي او زیاته کړې يې ده چې په دې بمبار کې يې د ابن سینا او الوطني روغتون او ارر مسجد ویشتلي او وران کړي يې دي . چې په نتیجه کې يې زیات عام وګړي یا وژل شوي او یا په زخمي حالت کې نامالوم لوري ته د تداوۍ لپاره وړل شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې روسيه اوس هم د پخوا په څېر په عراق او سوریه کې عام المنفعه ځایونه په نښه کوي، چې د لویو وژنو سبب کیږي.
نوموړي ویلي، چې ځايي اوسیدونکي اوسمهال د هغو جسدونو په را ویستلو بوخت دي چې د بمبار شوو چتونو لاندې پاتې شوي دي .


















