د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د عراق په فلوجي ښار کې دجنګ جګړې بازار بیا تود کړ

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسد خیل

د عراق په لویدیځ کې د الانبار او الفلوجه ښارونو په پولو کې د اسلامي دولت د تنظیم (داعش) په بریدونو کې د قومی ملیشو او ولسي ملیشو او عراقی فوځیانو نه په لسګونو فوځیان وژل شوی دی.

دا خبرونه په داسې حال کې رارسیږي چې عراقي ځواکونه د فلوجي خواته د پرمختګ ادعا کوي، دا ښار د ۲۰۱۴ کال نه تر اوسه پورې د اسلامي دولت تنظیم (داعش)په ولکه کې دی.

نظامي سرچینو الجزیرة ته ویلي دي چي د اسلامي دولت تنظیم (داعش) د عراق په جنوب شرقي او د فلوجي ښار په څنډو کې  د عراق، قومی او ولسي ملیشو نه نږدی ۶۵ فوځیان وژلي دي او له ۸۰ نه زیات نور يې ټپیان کړي دي.

د الجزیرة سرچیني وایي چې لږ تر لږه ۱۰ پوځیان د فلوجی جنوب شرق ته د پوهنتون په احاطه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې وژل شوي دي، له بلی خوا د عراقي پوځي، قومی ملیشو او اسلامی دولت تنظیم (داعش) تر مینځ سختې جګړې روانې دي.

امنیتي سرچینې وایي چې د فلوجې د هیت سیمې د جنوب شرقي په محمدی سیمه کې د موټر بم او نورو چاودونو کې د عراقي پوځ پولیسو او قومي ملیشو نه نږدې ۲۵ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

عراقي سرچینی زیاتوي چې د ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره یې د الوتکو او نړیوال ائتلاف د ځواکونو په ملاتړ د الفلوجه ښار خواته د دوشنبې سهار د وخته له درې اړخونو نه پرمختګ کړی دی، څو دغه ښار بیرته د اسلامي دولت  له تنظیم (داعش) نه ونیسي.

 د عراق د ترهګرۍ ضد سازمان استازی وایي چې د فلوجې د بیرته نیولو عملیات لا هم په لومړۍ مرحله کې دي او د معین وخت له ښودلو یې ډډه وکړه، خو په دې یي ټینګار وکړ چې هغه ځواکونه چې دغه ښار ته به د ننوتلو اجازه ورته وشي هغه به یواځې د ترهګرۍ ضد او د الأنبار پولیس وي.

  

نظامي راډیو ټلویزیون په خپل نظامي راپور کې ویلي دي چې پرون د دوشنبې په ورځ د عراقي پوځ یو شمیر ګروپونه د فلوجې ښار جنوب خواته ننوتي دي او په منظم ډول د پرمختګ په حال کې دي او خپل عملیات د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال ایتلاف د هوایی ځواکونو تر مکمل فضایی پوښښ لاندی پر مخ بیایي.

 

د الأناضول آژانس د یوه عراقي ظابط له خولې نقل قول کوي او وایي چې د نړیوالو هوایي ځواکونو لخوا د قومي ملیشو هغه ځواکونه چې فلوجې ښار ته یې د ننوتلو هڅه کوله بمبارد شوي دي له دې ځواکونو سره هغه ټریلرې هم وې چې توغندي ویشتونکی دستګاوې یی بار کړې وې او غوښتل یې چې د الشهداء سیمې ته ننوځي څو ښار د توغندیو د ویشتو لاندې راولي.

 

له بلې خوا د فلوجې ښار له داخل نه یو شمیر سرچینو دا ادعاګانې په کلکه رد کړي چې ګوندې عراقي ځواکونو دې پرمختګ کړی وي او یا دې د ښار د بیا نولو لپاره ستر عملیات وجود ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button