کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت
د بدن د سلامتيا لپاره هغه خورا کونو ته اړتياوې ليدل کيږي، چې د يوې خوا ترې انسان د ښه خوارک او له بلې خوا د بدن په ښکلا او هر ډول مرضونو څخه د ژغورنې لار ومومي.
روغتيا پوهان د انسان د بدن لپاره هره ميوه ګټوره بولي، خو په ميوو کې هم ځینې تازه میوې په ښکاره توګه يخې ښکاري خو په حقيقت کې هغه ګرمې وي. ځینې وخت د انسان بدن د ګرمو خوارکونو په خوراک سره په مرضونو اخته کيږي نو بايد هغه مهال ګرمه ميوه ونه خوړل شي.
اوس مو دلته د انګورو له ګټو خبروو.
انګور په دوه مهاله کې خوړل کيږي، یو په خپل وخت په تازه ميوه کې او له وخت وروسته په وچه ميوه کې حسابيږي .
انګور د انسان د بدن لپاره ډيره ګټوره ميوه ده، چې ویټامین اى او ویټامین سي دواړه ويټامينونه لري .
انګور د زياتو مرضونه درمل ځکه ښودل شوى، چې کلسيم او وسپنه هم لري.
د انګورومسلسل خوراک د انسان بدن ته زياته ګټه رسوي، چې د زړه او هډوکو په اړه ېې تر ټولو زياته ګټه ياده شوی ده. د انګورو خوراک سره دانسان زړه ته قوت ورکوي او هم انګور د هډوکې په کلکوالي کې مرسته کوي.
د تازه انګورو د خوراک علاوه د انګورو وچه ميوه، چې مميز ورته ويل کيږي د زړه د ناروغۍ د درملنې لپاره ډېر ګټور دي.
همدارنګه انګور که تازه وخوړل شي او که د وچې ميوې په شکل استعمال کړل شي د سينې د سرطان په مخنيوي کې مرسته کوي. همدارنګه د انګورو په خوراک سره د انسان په بدن کې وينه پوره کيږي، دوسپنې او منګنيزیم په لرلو سره د انسان بدن ته غښتلتيا ورکوي، د مخه به انګور په ساده ډول خوړل کيدل، خو اوس ترې جوس هم ویستل کيږي، چې دا یې هم خوراک یوه ښه لاره ده.
انګور که تازه وخوړل شي او که د وچې ميوې يا د جوس په شکل په هرډول سره د انسان بدن ته ګټه رسوي .
روغتيا پوهان واېې: که حامله ښځه شنه انګور په دوامداره توګه وخوري د اولاد ښکلا به ېې په څوچنده زياته شي او دا ثابته شوې ده په هغو سيمو کې چې انګور زيات کيږي د هغو سيمو د اوسيدونکو ښکلا د نورو سيمو په نسبت زياته وي.


















