سپین مخونه او تور مخونه

عزیر اسد خیل

د حزب اسلامی او ملي یوالي حکومت تر منځ سوله خپلې وروستۍ مرحلې ته نږدې شوې ده ، او نن سبا کې به حکمتیار صیب هم د اشرف غني تر څنګ د قدرت د ګدۍ په خوا کې راڅرګند شي. د حکمتیار صیب د سولې له شرطونو نه یو شرط دا و، چې د ده نوم به د امریکا له تور لیست نه لرې کیږي.

د امریکا تور لیست هغه خیالي ببولالې دې، چې د خپلو مخالفینو د ویرولو لپاره یې کاروي او ور څخه اغیزمن کار اخلي، هر څوک چې په رښتونې توګه د امریکا مخالف وي امریکا د هغه نوم دغه لیست ته ورغورځوي، خو که په صداقت سره د امریکا د مخالفت نه توبه وباسي نو بیا د تور لیست نه د خپل نوم  ویستلو لپاره د امریکا دروازې ټکولی شي او ورته عارض کیدلی شي. امریکا به د عارض عریضه د نړیوالې ټولنې په تضمین سره له خپل مخالف نه ترلاسه کوي او مخالف به د دې تعهد ورکوي، چې په راتلونکې کې به د امریکا د اسلام ضد پلانونو او پروژو د تطبیق پر وړاندې نه خنډ کیږي.

له دې وروسته بیا امریکا د تور لیست نه د دغه ډول توبه تایب د نوم د ایستلو امکاناتو باندې غور کوي، که بخت یاري وکړه نو نوم به یې له تور لیست نه لري شي او امریکا ته به سپین باز شي، خو د مسلمانۍ سپین مخ به یې د خدای جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر وړاندې د محشر په ورځ تک تور وي.

متاسفانه چې د امریکا په دروازو کې توبه ویستونکي د خدای تعالی د هغه تور لیست نه یا غافل دي، یا پرې سترګې پټوي او یا هم ورنه عقیدتا منکران شوي دي، چې د نن نه نږدې څوارلس سوه کاله مخکې یې خپلو بنده ګانو ته د هغې په اړه خبرداری ورکړی، او فرمایلي یی دي چې: ((یوم تبیض وجوه و تسود وجوه. الایه)) ژباړه: په  هغه یعنې د قیامت په ورځ به ځینې مخونه سپین شي او ځینې مخونه به تور شي، هغه کسان چې مخونه یې سپین شي د خدای جل جلاله په رحمت کې به وي او تل به پکې وي، او هغه کسان چې مخونه یې تور شي د خدای جل جلاله د رحمت نه به لرې او په اور کې به وي.

د دې یت شریف څخه جوته کیږي، چې څوک د امریکا په تور لیست کې راغی هغه دې په دې پوه شي چې د خدای تعالی پر وړاندې به د محشر په میدان کې سپین مخ دریږي، او که د چا نوم له دغه تور لیست نه وویستل شو، هغه دې پر خپل ایمان وویریږي، چې د قیامت په ورځ به د خدای تعالی او ټولو مخلوقاتو په وړاندې تورمخی راپاڅیږي.

اوس په خپل ګریوان کې سر ښکته کړئ او ښه عمیق فکر وکړئ او خوښه مو خپله چې د امریکا د تور لیست نه خپل نوم ویستل غواړئ او که فخر پرې کوئ.

نور قضاوت پخپله وکړئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button