طالبانو ۱۷ نور دولتي مامورین له ځان سره بېولي دي

کابل ټکی کام فرید احمد ۱۳ غبرګولي/ جوزا ۹۵
وروسته له هغه چې طالبانو ۱۸۵ دولتي امنیتي مامورین په کندز ولایت کې پداسې حال کې ونیول چې خپلو دندو ته په سفر وو ونیول، طالبانو یو ځل بیا په سرپل کې ۱۷ نور مامورین په شک کې له ځان سره بیولي دي.
د سرپل ولایت چارواکي وايي، دغه مساپرین له بلخاب ولسوالۍ څخه مرکز ته سفر کاوه چې د طالبانو له لوري یرغمل شوي دي، او له ځانه سره یې بیولي دي.
د والي ویاند ذبیح الله امیني وايي چې ددغو کسانو موټر د طالبانو له لوري درول شوی او بیا یې همدا کسان له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولي دي.
هغه زیاته کړه چې پدې برخه کې یې هڅې پيل کړي دي او قومي مشران یې د طالبانو لیکو ته لیږلي دي ترڅو په اړه یې ورسره خبرې وکړي.
د هېواد په زیاتره برخو کې اوس طالبان په عمومي لارو باندې تلاشۍ لري او د خلکو څخه پوښتنې ګروېزنې کوي، او خپل مخالفین له ځان سره بیایي.
څو ورځې وړاندې طالبانو تقریبا ۱۷ً سپيشل فورس کسان هغه وخت ووژل چې هڅه یې کوله ددوی له بند څخه وتښتي.
طالبانو د سرپل ولایت د ۱۷ کسانو په اړه تراوسه رسنیو ته څه ندي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button