
نیمروز: وسله والو طالبانو لسګونه پوليس محاصره کړي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت
چارواکي وايي چې د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو لسګونه پوليس محاصره کړي او تر اوسه مرستندويه ځواکونه نه دي ورسېدلي.
د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال غلام جيلاني ابوبکر د غبرګولي په ١٤مه رسنیو ته وويل چې تېره شپه نږدې زر تنو وسله والو طالبانو د خاشرود په رضي بلوچي سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، ده وويل چې په دې بريد کې يو پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان دي. همدارنګه ده زیاته کړه، چې د امنيتي ځواکونو دوه ټانکونه هم سوځېدلي دي. ابوبکر وويل که ژر نور امنيتي ځواکونه د دغو محاصره پوليسو مرستې ته ور ونه رسيږي يادو پوليسو ته به ډيره مرګ ژوبله واوړي. ده وويل چې د يادو پوليسو مرستې ته يې نور ځواکونه ورلېږلي دي خو تراوسه نور امنيتي ځواکونه نه دي توانيدلي، چې هغوى ته ځان ور ورسوي.
بلخوا طالبانو هم یاد بريد تایید کړی او رسنیو ته یې په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي: چې خاشرودکې ۴ شوبلې تخریب ۲شوبلې اوګڼ مهمات غنیمت ، ۵۰ امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دنیمروزولایت له خاشرود ولسوالۍ نه په تازه رارسیدلي خبرکې ویل شوي پرون مازدیګر ۷ بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د رضي په سیمه کې دغونډۍ په پوسته د طالبانو لخوا وسلوال بریدترسره شو، چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوې،جګړې دشپې تر ۳ بجوپوري یې دوام وکړ. دبریدپه مهال سیمي ته ددښمن کومکي قوه راورسیده، چې دطالبانو له کمین سره مخ شوه اوسخته جګړه ورسره ونښته، په جګړه کې ددښمن ۳ ټانګونه په بشپړه توګه تخریب اویوه وسوځول شوه، ۱۹ تنه عسکرځای پرځای قتل او شاوخوا ۳۰ تنه عسکر ژوبل شول، پاتي نوریې په تېښته بریالي شول.
په جګړه کې له دښمن څخه ۲ شوبلې ، ۲ روسۍ دهشکې له ۱۰۰۰ مرمیو سره ، ۴ روسي ثقیلان له ۳۰۰۰ مرمیو سره ، ۳ کلاشنکوفونه ، ۲ غټي کوډان مخابرې ، یوراکټ او ۱۲۰ لیتره ډیزل اونور مهمات غنیمت شول.
طالبانو په دغه جګړه کې د خپلو ۳ ملګرو د زخمي کېدو خبر هم ورکړی دی.



