په کابل کې د خوراکي توکو بيې مخ په ټيټيدو دي

کابل انصار  ۱۴ غبرګولي/جوزا ۹۵

په کابل کې له معمول سره سم هرکال دا مهال، د ګرمۍ په موسم  کې د خوراکي توکو
بيې لوړېږي، خو په روان کال کې د تيرکال سره په توپير، د کابل ښار اوسيدونکي پدې خوښ دي چې له نورو ولایاتو څخه ورته هره ورځ د شنو سبزيجاتو په سوونو لارئ خوراکي توکې وړل کيږي چې له وجې یې د خوراکي توکو د بيو د کمښت شوي دي. د کابل ښاریان وايي که څه هم د کار او روزګار نشتوالي له پرېشانیو سره مخ کړي دي خو د سبزیجاتو بیې ګذاره کوي او کولای شي دوه وخته په مړه ګېډه سبزي وخوري.
محمد عارف وردګ چې په د کابل ښار په منډيې کې دوکان لري وايي، دولت باید له هرڅه مخکې خپل کرکېلې ته پاملرنه وکړي، او د هېواد اقتصادي وضعیت به هم د همدې لارې ښه شي، او که چېرې مونږ همېش په جنګ کې ښکیل پاتې او اقتصاد ته مو پاملرنه ونکړو کېدای شي، افغانان نور هم له بدو حالاتو سره مخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button