
د امریکا متقاعد ډګرمن: امریکایان په افغانستان کې ناکام شوي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت
امریکایي متقاعد ډګرمن په ټایم امریکايي مجله کې یوه لیکنه خپره کړې او د امریکا پر سیاست یې نیوکه کړې چې په افغانستان کې کومه جوته ستراتیژي نه لري او د امریکا کړنې یې غندلي دي .
متقاعد ډګر ډانيل ډيويس ټايم امريکايي مجلې ته د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې ليکلي، چې واشنګټن د افغان جګړې په اړه څرګند دريځ نه لري او له همدې امله د امريکا د ناسمو کړنو او مبهمه ستراتيژي په افغانستان د امريکا د ناکامۍ لامل شوه او خپلو موخو ته په رسیدو کې پاتې راغلي دي.
د امريکايي پوځ يو متقاعده ډګرمن په افغانستان کې د امريکا پر پوځي او سياسي ستراتيژي نيوکې کړي او دغه تګلاره يې ناکامه بللې ده.
ډانيل ډيوس امريکايي رسنيو سره په افغانستان کې د امريکا د سياسي او پوځي ستراتيژۍ په اړه هم خبرې کړي، د امريکايي چارواکو کړنې يې غندلي او دا یې یوه ناکامه يې ستراتیژي بللي ده.
ډګرمن ډيوس د اوسني حکومت حالاتو ته د ناورین نوم ورکړ، چې د جانکیري په مشورو حل شول.
هغه ویلی: مونږ په افغانستان کې د مسلسلو بمبارونه وروسته یو حکومت رامنځته کړ او داسې څوک مو واک ته ورسول چې مونږ سره یې د طالبانو د حکومت په نسکورولو کې مرسته کړې وه او دا یوه ستره تیروتنه وه.



