نن په تورخم کې دسپرليو د تګ راتګ خاموشي وه

ننګرهار: عرفان الله  ۱۴ غبرګولي/جوزا ۹۵

د تيرو څو ورځو راپديخوا، رسينو د تورخم د دروازې د تړل کيدو راپورونه ورکوي، نن ورځ هم د افغانانو د تګ راتګ خاموشي وه ،او يواځې هغه کسان چې پاسپورت به ېې درلود، کولای شوای پولې څخه واوړي.

نن ورځ هم په تورخم کې د پولې هاغاړه يو شمير ناروغان چې پاسپورتونه ېې نه لرل، په بد حالت کې ګېر وو، ددوی په وینا که د دواړو ملکونو چارواکې یې غم ونه خوري کېدای شي، یو ناورین رامینځ ته شي.

افغان ناروغانو څخه هاشم چې د غزني ولایت و، پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې وویل، «دواړو ملکونو ته نده پکار په عوامو سیاست مخې ته بوزي، دوی هم داسې بچي لري، میندې لري، درد لري، که چېرې تاسو داسې د احتیاج په حالت کې وای او چا درسره مرسته کړې وای نو خوښ به وای، مونږ دواړه غاړې یو قوم پروت یو، له یو بل څخه بېليدای نشو او په یو بل خوږیږو.»

په کابل کې چارواکي وايي چې کېدای شي پدې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي ترڅو دغه مسئله حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button