
خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه
راټولونکی : خوږیاڼی
محور ورځپاڼه:
ښځينه وکيلانې په لويديځ کې د سياسي پناه په لټه کې.
کابل ټکی کام:
خالص بابا ځکه نږدې دوه لسیزې مخکې په خپل یوه شعر کې دغه وړاندویه کړې وه او د دغه ډول ښځو نارینه یې مخاطب کړي دي چې:
یو ځل چی دووس شی ښځه واک ترینه ترلاسه کړی
لور او خور ئی بل سره روانه ورته پاتی شی
هیواد:
(پلان B) د افغانستان د تجزیی په باب د امریکا او لندن د رازجزیات.
کابل ټکی کام:
په A پلان کې یې څه توره وکړه چې په B پلان کې به ِیي وکړي، په افغانستان کې دا شیطاني شوم پلانونه نه چلیږي.
ویسا:
راتلونکی افغان حکومت؟
کابل ټکی کام:
د افغانستان د یو نیم ملیون د شهیدانو د آرمان حکومت.
انیس:
نيمګړې هلې ځلې او مداريتوب
کابل ټکی کام:
د اشرف غنی تر ټولو غوره خاصیت
ارمان ملي:
افغان که افغانستانی؟ – نوې لغاتونه – نوې یي تعبیرونه
کابل ټکی کام:
ځکه چې خالي دي میدانونه، بس کوي دي هغه څه چې غواړی یی خپل زړونه.
هیواد:
د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان برخلیک
کابل ټکی کام:
طبعاً د حزب+ جمعیت+جنبش +هزاره د جنګونو یادونه تازه کیدل.
ماندګار:
د پانګونې مفيد تخنيکونه.اسدالله مبارز
کابل ټکی کام:
له استاد سیاف نه یې زده کړئ، چې هم یې عربان او هم یې انګریزان تیرایستل او خپل جیبونه یې ورنه ډک کړل.
هیواد:
د پښتنو سياسي ماتې
کابل ټکی کام:
وجه یې داده چې غلامي په میراث نه ده ورته پاتې:
زه خوشحال کفن په غاړه به راپاڅم
که خبر شوم چې پښتون د چا غلام شو
ویسا:
افغان ملي سراسري غورځنګ ته اړتیا
کابل ټکی کام:
شعارونه ډیر دی عمل ته اړتیا.
هیواد:
پښتنو ته ورپاته یواځني لاره به ملي پاڅون وي
کابل ټکی کام:
او ملي پاڅون ته پاتې یواځینۍ لاره به یووالی وي.
ویسا:
پښتنو بيړۍ مو غرقيږي
کابل ټکی کام:
له پخوا نه غرقه ده نور به لا څنګه غرقه شي.
ارمان ملی:
افغانستان یوه د اور کړۍ ده چی نه سر لری او نه پای
کابل ټکی کام:
څوک چې په خپله تیږي اخلي ځان پرې ولي ملامت څوک دی؟
هیواد:
د ترورېزم تر نوم لاندې استعما ر او استثمار
کابل ټکی کام:
او د دیموکراسۍ تر نامه لاندې استحمار او استکبار.
انیس:
د منډيلا او غفار خان د تګلوري معکوس حرکت او تر شايې پټ لاسونه – نظرمحمد مطمئن
کابل ټکی کام:
حیرانتیا ده بیا د خلکو غولیدنه.
هیواد:
د افغانستان د تجزیی په اړه د پاکستان خوبونه او د جرمنی هیلی
کابل ټکی کام:
نو بیا څه دي د افغانانو مسؤلیتونه.
۸ صبح:
د امریکا له نظره دافغانستان د کړکيچ حل (یا تجزیه او یا د اټم بم کارول) دی
کابل ټکی کام:
دې ته وایي خیال پلاو.
انیس: د ثور جنايت او د جدي خيانت – ډاکټر لمر
کابل ټکی کام:
د هجرت کرامت او د جهاد برکت.
افغانستان:
د کندهار هوایی ډګر د ربانی په نوم نومول سیاسی خطا ده
کابل ټکی کام:
کرزی لالا د کومې سوړې خوله بنده کړي.
ارمان ملی:
شمالي ډالرواله وپېژنئ!؟
کابل ټکی کام:
اوس به یې څه کړو نو ټول افغانستان یې شړشم شړشم کړ.
هیواد:
حضرت صبغت الله مجددې ډالرپه استخارولټوې
کابل ټکی کام:
او استاد سیاف یې په حیلو لټوي. او دواړه زاړه خیرماران دي.
وحدت:
توکل پر امریکا
کابل ټکی کام:
ځکه چې خوړل، څښل او اغوستل له امریکا.
ویسا:
کرزي ولې له جګړه مارانو سره ایتلاف وکړ؟
کابل ټکی کام:
ځکه چې له پیښې نه تیښته نه وي.



