کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۱۷ عبدالهادي همت
د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، د کابل امنیه قوماندانۍ د بشري حقوقو مدیر نصیر احمد سبا نن سهار په پغمان ولسوالۍ کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
چارواکي وايي، چې د مقناطیسي ماین د نصیر احمد سبا په موټر کې له وړاندې ځای پر ځای شوی و، چې نوموړی يې له انفجار سره سم وژل شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي چې د پیښې په اړه يې څیړنې پیل کړي او پولیس هڅه کوي، چې په پيښه کې ښکیل کسان ونیسي.
تر اوسه چا ددې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ناوخته د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ولسي جرګې غړی شیرولي وردګ هم په یوه چاودنه کې ووژل شو او یوولس نور کسان یې ټپیان کړل.
















