سوریه کې د بشارالاسد د مېرمنې ساتونکی وژل شوی دی

کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
تاس خبري اژانس خبر ورکړی دی، چې په سوریه کې د بشارالد د مېرمنې ساتونکی وژل شوی دی.
دغه اژانس لیکلي دي، د بشارالاسد د مېرمنې اسما اسد شخصي ساتونکی الیا مخلوف په دمشق کې د یوه غلچکي عمل په نتیجه کې له منځه تللی دی.
الیا مخلوف د روانې جون میاشتې په ۴مه نېټه د سوریې پلازمینه دمشق کې وژل شوی دی.
د نوموړي په موټر کې یوه چاودېدونکې آله پر ځای شوې وه، چې د هغې په انفجار سره نوموړی او موټر له منځه ولاړل.
د یادولو ده، چې د اسد مېرمن اسما اسد هم د خپل ساتونکي له کورنۍ څخه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button