تبصره : ډاکتر آصف
خبر دې چې وایې پرون یکشنبه د لوګر د استناف پر محکمې د طالبانو په برید کې د برید نه نیم ساعت مخکې د نوي او تازه معرفي شوي څارنوال او د محکمې د رئیس په ګډون ۳۰ تنه قاضیان وژل شوي او ټپيان شوي دي د عمري عملیاتو په دې غچ اخیستونکې لړۍ کې د طالب جنګیالیو ۲ تنو د لوګر اوسیدونکو هر یوه : (ذبیح الله وحدت، او حافظ امین الله) لخوا د لوګر ولایت په څارنوالۍ او محکمه فدايي سرتیري بریدونه ترسره شول، نښته چې شاوخوا ۱۱ بجې پيل شوه، د ماسپيښين تریوې نیمې بجې يي دوام درلود.
دغه څارنوالي او محکمه په داسې وخت کې په نښه شوې چې د دواړو ادارو ترمنځ یوې ګډې غونډې جریان درلود او مهمه اجندا یې د نويو مسئولینو معرفي کیدل وو، په دغه ۳ساعته جګړه کې د لوګر د استیناف محکمې رئيس ایوب انصاري، د لوګر ولایت د څارنوالۍ رئيس اکرم نجات د لوګر په ولایت کې د یوه بل مهم څارنوال زمان په ګډون جمله ۳۰ تنه څارنوالان او قاضیان مړه او ژوبل شول، یاد برید څلورم غچ اخیستونکی تر ټولو ټینګ برید و چې د طالب بندیانو د اعدام په غچ کې ترسره شو.
د طالب بندیانو د اعدام پر مهال د طالب جنګیالیو لخوا د اشرف غني ادارې ته خبرداری ورکړل شوی وو چې ددغه جنایت په بدل به دغه ارګانونه په خپل تور لیست کې شامل کړي او دوی به اړ شي چې د دښمن عدلي او قضائي ارګانونه دخپلو نظامي اهدافو لاندې راولي.
د طالب جنګیالیو په تور لیست کې شامل ارګانونه باید له ملت او طالب جنګیالیو نه رسماً بخښنه وغواړی چې له تور لیست نه وویستل شي، او له ممکنه ناببره بریدونو نه خپل ځانونه خوندي کړي.

















