ترکیه کې د بس د چپه کېدو له کبله، ۱۴ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د ځايي رسنیو د راپورونو پر اساس، چې د ترکیې په عثمانیه ښار کې د یوه ښوونځي د بس د چپه کېدو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.

خبر وايي، دغه بس له تفریح څخه بېرته د ستنېدو په حال کې وو، چې په لاره کې له یوه بل موټر سره ټکر شو، او سیند ته وغورځېدو.

د خبر پر اساس، چې د دغې پېښې له کبله په بس کې سپاره ۱۴ کسان وژل شوي دي، او ۲۶ نور ټپيان دي.

وژل شوي ټول ښوونکي او زدکوونکي دي.

ترافیکو د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button