کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۱۸ عبدالهادي همت
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان کاکړ ويلي، چې ډيورنډ د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي سرحد نه دی. ده زیاته کړه ((د ډيورنډ کرښې پښتانه سره ویشلي، یو کلی یې دوه ځایه کړی، يو ورور دېخوا پاتې شوی بل هاخوا)).
نوموړي یوې خبري ناسته کې وویل: دا ورته د منلو وړ نه ده، چې افغانان به د ډيورنډ کرښې هاخوا خیبر پښتونخوا ایالت يا بلوچستان ته د تګ لپاره ویزه واخلي.
همداراز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي دي، چې دوی به د پاکستان د مشرانو جرګه کې شکایت وکړي، چې پر تورخم دروازې د تازه لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.
په یاد وخت کې عثمان کاکړ د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د ملیونونو خلکو احساسات دې نه راپاروي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستاني چارواکي د تورخم پر دروازې لګېدلي محدودیتونه له دې امله بولي چې په اصطلاح يې یاد محدودیتونه د ترورېزم سره په مبارزه کې ګټور دي.
بل خوا شنونکي په دې اند دي، چې د پاکستان دا کړنه د ډېورنډ د په رسمیت پېژندلو یوه هڅه ده.
















