قاري خالد
روژه الهي فریضه ده او دفرایضو ترسره کول الهي احکامو ته غاړې کېښودل دي
که چېرې کوم مؤمن لمونځ کوي، روژه نیسي، زکات ورکوي، که استطاعت یې درلود حج دبیت الله ته درومي، جهاد في سبییل الله کوي او…. بېشکه چې کامل مؤمن دی
دغربي ښکیلاک سره سم دعامه اذهانو د انحراف لپاره په لویه کچه کار شروع سو، انځوریزي، غږئیزي او چاپي رسنیو ته په لږه موده کې زمینه سازي وسوه او د افغانستان هر ستر ښار کې یې خپرونې پیل کړې، او په بیړه یې افغان تلویزوني چینلونه د اقمارصناعي سره وصل کړل ترڅو بهر میشتي افغانان دنظام پلوي او دمجاهدینو مخالفت ته وهڅوي
په دې وروستیو کې چې غربي ښکیلاک د “بین الفرار والقرار” په سوچونو کې ګیر سوی یو شمیر فرهنګي او فکري عسکر یې دمسلمانانو ذهني انحراف ته ګومارلي
یاد اجیران ولس ته داسې انګېرنې ورکوي چې ګواکې طالبان یا مجاهدین زیات وحشیان دي، آن تر دې چې د روژې په مبارکه میاشت کې هم له جنګ ـ جګړو او قتل ـ قتاله لاس نه اخلي
په همداسې بګتیو او یو څو ورزده کړل سوو خبرو اذهان منحرف کوي او د اسلام او وطن پر ضد له قلمه دکولنګ کار اخلي
جهاد کومه بندګي پدیده نده چې د الهي فریضې پر وړاندې به ساقطیږي او چې کله له فریضې فارغ سئ بیا به بیا ورته مخ اړول کیږي
جهاد همچنان د روژې په څېر فریضه ده او څوک چې یې نکوي په اړه یې دعلماؤو اقوال څرګند موجود دي
دلته چې په روژه کې دجګړې ددرولو چیغي وهل کیږي، تر شاه یې بلها پټ عوامل پراته دي
موږ په دې نظر یو چې په روژه کې دهر نیک عمل اجر تر بل هر وخت زیات دی او جهاد خدای عزوجل ته محبوب ترین عمل دی، ځکه زیات کوښښ چې په روژه کې خدای عزوجل ته محبوب عمل لا زیات او حسنات کسب کړو
که طالبان ووایي چې درسته ده په روژه کې جګړه بنده؛ خپله جګړه یې پخپله غیرمشروع او ناولې جګړه وګرځوله، حال دا چې دطالبانو جګړه برحق، مشروع او الهي فریضه ده
په اسلامي تاریخ کې داسې ډېرې جګړې /غزوات سته چې په رمضان المبارک کې ترسره سوي، شهیدان یې اعلي شهیدان دي او غازیانو یې زیات اجرونه کسب کړي
په روژه کې غیراسلامي کارونه پرېښودل دروژې مقتضیات دي اما دروژې لپاره فرایض او شرعي امور پرېښودل او یا له یو چا داسې غیرشرعي غوښتنې کول حماقت، جهالت او یا غربي رذالت دی. والسلام علی من اتبع الهدی

















