سعودي: پلازمینه ریاض کې ترافیکي پېښې، ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي رسنیو د خبر له مخې، دغه پېښه پر قصیم سړک د یوه بس موټر او لارۍ ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

خبر وايي، د ټکر سره سم پر بس موټر اور ولګېدو، چې له کبله یې د مرګ ژوبلې کچه زیاته شوه.

د سعودي عربستان روغتیايي مرکزونو رسنیو ته ویلي دي، چې د دغې ترافیکي پېښې وروسته دوی ته د ۱۵ کسان مړه او ۴۵ ټپيان ور وړل شوي دي.

د سعودي عربستان ملي ټلویزیون د پېښې پخلی کړی دی، او زیاته کړې یې ده، چې په پېښه کې مړه او ټپيان ټول د بهر ملکونو اوسېدونکي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button