د هېواد ملي شتمني شخصي جیبونو ته ځي

سرلیکنه
د ملګروملتونو د شوو سروو له مخې افغانستان درې ځلې په نړیواله کچه په فساد کې لومړی او دوېم ککړهېواد وبلل شو، په شوو سروو کې، چې د افغانستان په زیات شمېرهغو ولایاتونو کې وشوې کومې، چې د دولت ترکنترول لاندې دي دا وښودل شوه، چې په لوړه کچه فساد په افغانستان کې روان دی. که څه هم د موجوده اداری چارواکې په افغانستان کې فساد له تېرې ادارې راپاتې بولي، خو بیا هم خپله ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې پر شته فساد اعتراف کړی دی.
د نړیوالو سروو په راپورونو کې افغانستان کې یواځې څو خاص کسان په فساد کې ککړ نه یادیږي، بلکې په سروې کې وزیران، رئیسان، د بهرنیو او کورنیو پوځونو لپاره د خوارکي توکو او تیلو قراردادیان او ورسره د ولسي جرګی غړي هم په فساد کې ککړ یاد شوي دي.
څه موده د مخه به د غرونو د لرګیو او مخدره موادو په قاچاق کې یاد کسان ککړ یادیدل، خو اوس د څیړنیز بنسټ ګلوبل ویتنس په نامه بهرنۍ د څار ادارې په یوه راپور کې په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د غیر قانوني کیندنو سروې کړې ده، چې په کې ښکیل کسان ټول سیمه اییز زورواکي دي.
په سروې کې ویل شوي، چې د مخه هم په دې ولایت کې په غیرقانوني توګه کیندنې کیدلې، خو د تیرو۱۵کالو راپدیخوا دې غیر قانوني کیندلو، چې د لاجوردو په کانونو کې روانې دي، زور اخستی او په شخصي توګه قیمتي کاڼې په ډېر ظلم سره له هېواده بهر ته روان دي.
په سروې کې د تېر په څېر لوړ پوړي چارواکي په غیر قانوني توګه د قیمتي کاڼو په کیندنو کې په لاس لرلو یاد کړل شوي دي، ددې څیړنی ترسره کوونکي سټیفن کارتر ویلي، چې په بدخشان ولایت کې د پخواني قوماندان ملک وسله والو ځواکونو برخه پکې تر ټولو زیاته او روښانه ده.
په سروې کې ویل شوي، چې پخواني جهادي قوماندان ملک د ((کران منجان)) په کان د خپلو وسله والو په مټ کېندنې شروع کړي دي.
په یادې سروې کې ځايي سوداګر، د ولایت چارواکي او همدارنګه د ولسي جرګې غړی زلمی خان هم په غیر قانوني توګه د کانونو کېندلو باندې تورن شوي دي او زیاتوي چې یاد کسان طالبانو ته هم د باج په توګه پيسې ورکوي.
په بدخشان ولایت کې د کران منجان د لاجوردو کان، چې په غیرقانوني توګه په کې کیندنې روانې دي، د دې ولایت چارواکي، ځايی پولیس مشران، پخوانی جهادي قوماندان ملک، ځايي سوداګر او د ولسي جرګې غړي په یوه اتفاق د قیمتي ډبرو د کان په غیرقانوني کیندنو اتفاق لري او د تیرو پنځلسو کلونو را په دېخوا یی اختلاف رانغی، خو په هېواد کې د سولې د بهیر په اړه بیا اختلاف سره لري .
دا ډیره د حیرانتیا خبره ده، چې په غیرقانوني اعمالو دې د یادو ډلو او اشخاصو اتفاق وي او سوله، چې د اسلام او شریعت لومړی اصل دی په دې ۱۵کالو کې یې ترمنځ اتقاق نه راځي.
دلته یو سوال دا را پورته کیږي، چې په غیرقانوني توګه کېندنو کې شاید یادې ډلې او اشخاص خپل اختیاره وي او پرېښودل شوي چې یادې کړنې ترسره کړي، خو د سولې په کولو کې بیا اختیار نلري بله هیڅ توجه نشته او که په سوله کې خپل اختیار ولري بیا نو څه دي چې د دوی په مخ کې د سولې خنډ دی؟
ولس په کلکه له حکومت څخه غواړي، چې په غیرقانوني توګه د کانونو د کیندنو مخه دې ونیسي، تر څو د هېواد ملي شتمني د یو څو کسانو په لاسونو په بې رحمانه توګه د لوټلو مخه ونیول شي، ځکه د ولس دا نیوکه پرځای ده، چې په غیرقانوني توګه د کانونو په کیندنو کې ټول زور واکي سیمه اییز قومندانان سره یو لاس او یوه خوله دي او په سوله کې بیا سره اختلاف لري.



