د اختر مبارکي

د اختر مبارکي
شاعر: مفتون
زما غمجنه طالب جانه وروره!
په زړه دردمنه طالب جانه وروره!
اې قدرمنه طالب جانه وروره!
د دې ستونزمنې زندګۍ په خاطر
ستا د سپيڅلې قربانۍ په خاطر
سنګر زندان او تر روغتونه اشنا
الله دې وکړه نصرتونه اشنا
د ستا جذبو ته سلام
ستا کارنامو ته سلام
لکه نسیم در پسې ګرځم ګرانه
په دنګو غرو درپسې غورځم ګرانه
اې شهداوو هدیرو ته درځم
ستاسو وړو وړو بچو ته درځم
نور وس مې نشته تسلي درکوم
یو څو رازونه د زړګي درکوم
مفتون د ښکلي خلافت په هیله
د دې اختر مبارکي درکوم



