صومالیه: سرتیري برید ۷۰پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۲۰ عبدالهادي همت
په صومالیه کې د « الشباب» ډلې د ایتوپیا په مرکزي سیمه کې پر یوه پوځي اډه وسله وال برید کړی، چې له امله يې ۴۳ پوځیان وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان شوي دي.
د صومالیې امنیتي چارواکو ویلي دي، د پوځیانو دغه اډه له پلازمېنې موګادیشو څخه۳۰۰ کیلومتره واټن لري او په دغه اډه کې د افریقايي اتحاد د سیمه ییز ماموریت پوځیان وو.
د یاد برید مسوولیت الشباب وسله والې ډلې منلی او د یوې خبر پاڼې په خپرېدو سره یې ویلي یې، چې برید یې نن سهار تر لمر ختو مخکې وکړ. لومړی یې موټربم چاودنه وکړه او وروسته یې ډزې پیل کړې، چې په پایله ۴۳ پوځیان ووژل شول او د الشباب ډلې څوتنه پکې هم وژل شوي دي.
د الشباب ډلې د نظامي عملیاتو ویاند عبدالعزیز ابو مصعب نړیوالو رسنیو ته ویلي دي، په نني برید کې یې د افریقايي اتحاد د پوځیانو دغه اډه په بشپړډول له منځه وړې ده.



