اوباما په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري ګوند د نوماندې هیلري کلنټن ملاتړ اعلان کړ

کابل ټکی کام ۲۱غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارکا اوباما په خپله ټویټر پاڼه کې د یوه ویډیويي پیغام له لارې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتانو د نوماندې هیلري کلنټن ملاتړ اعلان کړی دی.
اوباما په خپل ویډیویي پیغام کې ویلي دي، چې هیلري کلنټن ولسمشرۍ ته تر ټولو مناسبه نومانده ده.
نوموړي همدا راز زياته کړې ده، چې له هیلري کلنټن سره دى، او د هیلري کلنټن د ملاتړ په فعالیت کې به د ګډون کولو شېبې شماري.
بارک اوباما د هیلري کلنټن څخه وروسته له هغه ملاتړ اعلان کړ، چې لږ مخکې یې د دیموکراتانو له یوه بل کاندید برني سنډرز سره وکتل.
نوموړي هیلري کلنټن او سنډرز ستایلي دي، چې دوی له دغه هېواد سره مینه لري، او د امریکا لپاره کار کوي.
کلنټن هم د اوباما په ملاتړ خوښي څرګنده کړې ده، او ویلي یې دي، چې هغې ته د اوباما ملاتړ ډېرې معناوې لري، ‘او دا چې اوباما له ما څخه ملاتړ اعلان کړی دی، خوشحاله یم.’
د یادولو ده، چې اوباما ځکه د هیلري کلنټن ملاتړ کړی دی، تر څو د سپينې ماڼۍ واک د دیموکرات ګوند په لاس کې پاتې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button