د مسلمان سوک وهونکي محمدعلي په جنازه کې تر ۱۴زره ډېرو کسانو ګډون وکړ

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۲۱ عبدالهادي همت

محمد علي چې له مسلمان کیدو مخکې یې نوم کسیوس کلې و.نوموړی په ۱۹۶۴ م کې مسلمان شو او خپل نوم یې په محمد علي بدل کړ.

د یادولو وړ ده چې  د نړۍ نامتو سوک وهونکي محمد علي، چې  درې ځله يي د سوک وهنې په برخه کې  نړۍ واله اتلولي  ګټلې ده د تنفسي  سیستم  د ناورغۍ  له امله  د جون په دریمه نیټه  د ۷۴ کلونو په عمر  ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.

د محمد علي د جنازې مراسم به پرون د لوویل ښار په ازادي سټیډیم کې ، دا هغه ځای دی چې محمد علي په کې خپل لومړۍ مسابقه ګټلې وه.

د محمدعلي د جنازې لمونځ د لوویل ښار د فریډم هال په نوم، په هغه سپورټي لوبغالي کې د دیرش دقیقو په مخه ترسره شو، چې محمد علي کلي په ۱۹۶۰میلادي کال کې د بوکس لومړۍ مسابقه ګټلې وه

د محمد علي د جنازې په لمانځه کې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اردن پاچا دویم عبدالله او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سربیره  د یو زیات شمیر هیوادونو استازو ګډون کړی  وو.

د محمد علي  د جنازې  لمونځ  زید شاکر په امامت، چې د هغه په څیر  وروسته د اسلام په مبارک دین  مشرف شوی و، په امریکا کې ادا شو. امام زید شاکر وویل، محمد علي د نړۍ میلیونونو مسلمانانو ته د اسلام یوه واقعي څېره ده، چې سولې او زغم ته یې خلک رابلل.

لږ تر لږه ۱۴ زره کسانو د نړۍ د بوکس د اتل محمد علي کلي د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړ

ټولو خلکو اجازه درلوده چې د محمد علي کلي د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو خلک ورغلي وو

د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن به د محمد علي د جنازې پر سر خبرې وکړې

ویل کیږي چې نن د جمعې په ورځ به خاصو مراسمو سره، چې کله محمد علي خاورو ته سپارل کیږي د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اردن پاچا عبداله الثاني به هم په کې ګډون وکړي او وروسته به د لویزویل  د سیمې  د کیف هیل په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د نوموړي په اړه هیلري کلنټن وايي: محمد علي د ښکلا، پیاوړتیا، سرعت بېلګه ده، نیویارک ټایمز لیکلی وو:د شلمې پیړۍ اتل ولاړ.

 واشنګټن پوسټ بیا لیکلی و: دسوک وهنې اتل، دنړۍ په کچه  د ښه نیت سفیره  محمد علي الله مو مل شه!!!.

په فرانسه کې ورځپاڼو لیکلي وو: محمدعلي په تاریخ کې تر ټولو ستر ورزشکار و.

 المان کې ورځپاڼو لیکلي وو: محمد علي ښکلی، غوره او ستر انسان و او محمد علي به تکرار نه شي.

ډیلي میل لیکلی و: متواضع غر ولاړ.

  ټیلګراف لیکلي دي: دمحمد علي سیالي  پخوا او اوس هم داسې ورزشي پېښې دي، چې دنړۍ په کچه مېنوال لري، ددې افسانوي اتل خبره اوس هم دخلکو پر ژبو ده.

محمدعلي به ویل: کله که دې زما دماتې خوب ولیده، په کار ده، چې له خوبه رابېدار شې او بښنه وغواړې.

ده د ا هم ویل: زه دپتنګ په څېر الوځم او دمچۍ په څېر نېښ وهم. نوموړی دنړۍ په کچه تیز سوک وهونکی دی، ویل کیږي، چې سوک یې د ۱۰۰۰ پونډه ځواک سره برابر دی.

محمد علي په ۲۰۰۲ ز کې کابل ته هم راغلی و.

محمد علي څلور ودونه کړي دي، اوه لوڼې او دوه زامن لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button