امریکا په افغانستان کې جګړه او په سوریه کې سوله غواړي

سرلیکنه
په سوریه کې چې د بشارالاسد د حکومت پرخلاف د سعودي عربستان په ګډون امریکا او اسرائیلو مخالفو وسله والو سره همکاري پیل کړه دسورېې په ختیځ کې یوشمیر سیمې د وسله والو مخالفینو تر کنترول لاندې راغل، چې زیاتې سیمې د داعش ډلې په کنترول کې پریوتې او د اسد ملاتړي پوځونه د وارخطاېې سره مخ شول، خو د روسيې او ایران ملاتړ، چې د اسد له حکومته اعلان شو او روسي جیټ الوتکو د سورېې په ختیځ کې د داعش په مرکزونو بمباري وکړه د اسد حکومت نوی ساه واخسته .
په ملګرو ملتونو کې امریکا، اسرائیلواو ورسره سعودي عربستان د ایران او روسيې پرخلاف غږ پورته کړو او ویې ویل: ایران په سوریه کې کړکیچ ته لمن او د روسیې الوتکو په سوریه کې پر ملکي وګړو بمباري د بشر د حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده .
د روسېې پرلپسې بمباریو، چې په سوریه کې د مخالفو وسله والو مرکزونه له منځه یوړل او د وسله وال مقاومت روحیه ېې کمزورې کړه.
امریکا په ملګروملتونو کې د سورېې په اړه د سولې او امن دوه ورځنۍ غونده جوړه کړه، چې د امریکا لخوا د ایران په مخالف یو شمیر هېوادونو په کې برخه واخسته، خو خپله په سوریه کې د اسد د مخالف ایتلاف مشر خالدخواجه په یاده غونډه کې برخه وانه خبسته او غونډه د ناکامۍ سره مخ شوه .
په دوېم ځل د تیرې فبروري په دولسمه نېټه د ملګرو ملتونو په غونډه کې په سوریه کې اوربند لاس لیک شو، خو داعش له اوربنده وتلې وګروځول شو، چې دا اوربند هم د روسيي په پرلپسې بمباریو ناکام شو.
په درېم ځل اوباما له روسېې او ایران څخه وغوښتل، چې په سوریه کې د اسد له ملاتړه لاس واخلي، خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف ېې په ځواب کې وویل: امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځونو په موجودیت جګړې ته دوام ورکوي، خو موږ د خپلو پوځونو په موجودیت په سوریه کې جګړه هدف نه دی، بلکې د اسد حکومت له مخالفو وسلوالو ژغورو .
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند مارک ټونر په ملګرو ملتونو کې په سوریه کې د روسېې څخه له یوې خوا د سولې او له بلې خوا هغه په لکونو کسانو ته د مرستو رسولو غوښته وکړه، چې د اسد د ځواکونو تر کنترول لاندې سیمو کې راګیر پاتې دي.
په سوریه کې دا مهال د دوه اونیو را په دیخوا ۱۷سیمې په جګړه کې محاصره دي، خو ۱۵سیمو ته د اسد حکومت د خوارکې توکو او نورو بشري مرستو د ورلیږلو اجازه ورکړې ده.
بلخوا په افغانستان کې د ۱۵کالو را په دیخوا یو شمیر ولسوالۍ او په ځانګړې توګه په هلمند کې د دوه میاشتو راپدیخو ولسي وګړي په جګړو کې محاصره دي، امریکا په افغانستان کې ددې محاصره ملکي وګړو لپاره نه مرستې، نه اوربند او نه سوله غواړي.
امریکا په افغانستان کې د خپلو څلورو پخوانیو سفیرانو او پنځو جنرالانو په غوښتنه په افغانستان کې د مهالوېش پر خلاف د خپلو پوځونو په نه کمولو غور کوي .
د زلمي خلیلزاد په وینا د طالبانو د بریدونو په دوام که اړتیا ولیدل شوه امریکا به نور پوځونه هم راولیږي، له دې نه دا ثابته شوه چې امریکا په هیڅ صورت په افغانستان کې د جګړې په دوام سوله نه غواړي او نه له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي .



