کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی ۲۱ عبدالهادي همت
له کندهار میوند ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبر کې ویل شوي چې بیګا د شپې لس بجې امریکایي ځواکونه د افغان عسکرو سره د ګډو عملیاتو په موخه د میوند ولسوالۍ د سنګبر سیمې ته د چورلکو په مټ د ښکته شول، چې د چاپې پر مهال يې ۶ تنه کلیوال شهیدان کړل او ۱۳ نور یې له ځان سره د بندیانو په توګه ویوړل.
په خبر کې ویل شوي چې دغو ګډو ځواکونو د چاپې پر مهال د ولسي خلکو ۱۵ عرادې موټرې او موټرسایکلونه په دې تور سوځولي چې ګواکې طالبانو ترې استفاده کوله.
د سیمې ځايي اوسیدونکي وايي چې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي او دغلته هیڅ کوم طالب وجود نه درلود.
تر اوسه کومې امینیتي سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو نوموړې پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې په یاده پېښه کې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي، چې امریکایي عسکرو د بي۵۲ الوتکو په ملتیا په سیمه کې د شپې ناوخته ووژل.


















