کابل ټکی کام ننګرهار سالم
دننګرهار ولايت څخه ترلاسه شوو راپورونو کې ويل شوي، چې د روداتو د ولسوالۍ اړوند د حصارک په کلي کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې پنځه تنه ووژل او څلوېښت نور یې سخت ټپيان کړي دي.
په راپورکې ويل شوي ټپيان د ننګرهار ولايت روغتون ته رسول شوي خو دا نده څرګنده چې د ژوبلو کسانو روغتيایي حالت
څرنګه دی خو ځايي اوسیدونکو د هغو ټپيانو روغتيايي حالت خراب ښودلى چې قربانیان ټول د جومات د اول صف او دویم صف کسان دي.
راپورونه وايي چې بم دجومات امام ته په منبرکې ځاې پرځاې شوى او په وژل شوو کسانو کې د جومات امام هم شامل دى.


















