تبصره : ډاکټر آصف
پیړۍ وړاندې د افغانستان پخوانیو مشرانو د افغانستان او افغانانو لپاره بې شمیره افتخارات پریښي، چې له جملې نه یې یو هغه فتوحات یادولی شو چې د ډیلي تر تخته یې رسولي وو، او د ډیلې پر تخت د ناستې پر مهال یې دا شعر زمزمه کاوه چې:
د ډیلی تخت هیرومه چې رایاد شي *** زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
دا هغه تاریخي افتخارات دي چې زمونږ مشرانو زمونږ لپاره په میراث پریښي دي او تر ننه پورې ورباندې هر افغان ویاړي، او باید چې پرې وویاړي ځکه چې دا د ویاړ نه ډکې کارنامې دي چې زمونږ د نسلونو شملې یې جګې کړي، او د شهامت، شجاعت، جهاد او مبارزې درسونه او پیغامونه یې ورکړي دي، دا هغه افتخارات دي چې آن د پاکستان حکمرانان هم پرې ویاړي، او خپل بې شمیره واټونه یې هم زمونږ د همدغه ډول مشرانو په نومونو نومولي دي لکه: ابدالي روډ، شیرشاه سوري روډ، غزنوي روډ، غوري روډ، او برسیره پر دې یې اوس مهال خپلې درنې وسلې او توغوندي هم زمونږ د دغو با شجاعته مجاهدو او مبارزو نیکونو په نومونو نومولي دي لکه، غوري میزایل، غزنوي میزایل او داسې نور.
متاسفانه د یوې پیړۍ راهیسی زمونږ مشران د خپلمنځی اخ و ډب له امله په دې ونه توانیدل چې دغه ډول وسلې جوړې او د خپلو دغو مشرانو په نومونو په نومولو سره د ګاونډی هیواد پاکستان نه سبقت وکړي. نو په زغرده ویلی شو چې زمونږ د یوې پیړۍ تیر مشران د هغو مشرانو پوروړي دي، د پاکستان د جوړښت نه نږدې شپیږ لسیزې تیریږې خو د دغسې درنو وسلو جوړولو ته یې لاس رسی پیدا کړ، وجه یی همدا ده چې خپلمنځي اختلافات یې یوې خواته ایښي دي او د خپل هیواد د ساتنې په موخه شپه او ورځ کار کړی او لا یې هم کوي، نو باید چې له مونږ نه سبقت وکړي، او عملا یې کړی دی.
نو آیا مونږ افغانان نن دا حق لرو چې د پاکستان پر دغو میزایلو فخر وکړو؟ آیا د دې میزایلو جوړول زمونږ ویاړ دی که د پاکستان؟ معلومه خبره ده چې دا د پاکستان ویاړ دی، ځکه دا د هغوی پروډکټ او کارنامې دي، او د هغوی هڅې او کوښښونه دي. نه زمونږ، زمونږ لپاره ویاړ یواخې زمونږ همغه مشران دي چې زمونږ لپاره یې د ویاړ نه د ډکو فتوحواتو کیسې پریښې چې د تاریخ پاڼې پرې ډکې شوي دي، خو دا چې زمونږ وروستیو مشرانو اړ حکومتونو نه د خپلو له ویاړو ډکو اسلافو لپاره د ویاړ څه وکړ کړل او نه یې د افغانستان لپاره څه خدمات وړاندې کړل چې نن افغانان په هغې هم همدومره ویاړ کړی وای لکه په پخوانیو مشرانو یې چې کوي، نو ځکه هیڅوک پرې فخر نه کوي ځکه چې پرته له جنګ جګړو او هیواد ورانولو یې نور څه افغانانو ته نه دي وړاندې کړي.
څو ورځې وړانډې د هند صدراعظم افغانستان ته راغی او د اشرف غني په ملتیا یې د سلما بند افتتاح کړ، په زغرده ویلای شو چې دا د هندوستان لپاره یو ستر ویاړ و چې ویې کولای شول د خپل هیواد د رغاونې نه وروسته نورو هیوادونو ته هم په دومره ستره پیمانه خدمتونه وړاندې کړي سره له دې چې هندو هیواد دی او مونږ سره له دې چې د مسلمانۍ دعوه هم کوو خو نه مو د خپل ځان لپاره داسې له ویاړه ډک خدمتونه وکړل او نه مو نورو هیوادونو ته، نو د هندوستان دغه ویاړ د هندوستان او هندوانو لپاره ویاړ دی نه زمونږ لپاره، او دا په حقیقت کې زمونږ لپاره د هندوستان لخوا یوه ډیره ستره مرسته ده چې هر افغان ورنه مننه کوي، خو زمونږ لپاره په هیڅ ډول ویاړ نشي کیدلای، بلکه زمونږ لپاره د سرټیټۍ ځای دی ځکه چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو او او داسې مسلمانان پاتې شوي یو چې هندوستان یو مهال زمونږ مستعمره وه او هندوانو زمونږ د استعمار لاندې شپې ورځې تیرې کړي دي، نن زمونږ د نیکونو تر لاس لاندې مستعمرینو د دې توان پیدا کړ چې د خپل پخوانی استعمارګر هیواد لپاره په دومره غټې پیمانې سره خدمت وړاندې کړي، دا دې هندوانو لپاره ستر افتخار دی او د مسلمانانو لپاره د خجالت ځای دی نه د ویاړ!!!
دا ځکه چې دولسمشر په شمول ډیری مشران مو ولیدل چې ویې ویل مونږ د سلمان په بند باندې ویاړو!!؟؟
پاتې دې نه وې چې هندوان د ټولو مسلمانانو لپاره قسم خوړلی دښمنان دي هیڅکله مو وروڼه کیدلی نشي نو ځکه له مونږ سره بې قیده او شرطه مرسته هم نه کوي او نه به یې وکړي، ځکه چې د روسانو پخوانۍ مرستې زمونږ لپاره یو ښه دلیل دی، چې د مرستو پایله یې څه شوه؟ په افغانستان کې یې دومره خدمات نه وو ترسره کړي لکه څومره یې چې ورانۍ ویجاړۍ او قتلونه ترسره کړل، نو له هندوانو نه به دا تمه څنګه وشي چې په دومره ستره پیمانه خدمت او مرسته به د هغوی یوه بې هدفه مرسته وي، هغوی هم حتما د د روسانو په څیر د پردې تر شاه خپل شوم اهداف لري چې یو وخت به یې پیاده کړي او هغه مهال به بیا د خلکو دماغونه خلاص شي لکه د روسانو د یرغل پر مهال یې مغزو کار وکړ، او زمونږ ولسمشر خو لا له اوس نه ورته د ستړی مشي پر مهال په رکوع کولو شروع کړې ده نو ځکه دا حدس وهلی شو چې زمونږ ولسمشر به له ځانه سره دا سندره هم زمزمه کوي چې:
یار مې هندووووووووووووو زه مسلمان یم *** د یار دپاره مسلمان جارو کومه ***
وه مودی، جهاد به ختموم، اسلام به ورکوم *** درځم درسره خانه دې ورانه شه مودي.


















