په پکتيا او پکتيکا کې د ښوونې اوروزنې دروازې تړل کيږي

سرليکنه

د جمهوري رياست انتخاباتو کې، چې اشرف غني د کمپاين په غونډوکې وينا کوله ويل به ېې: د امنيت نه وروسته  اقتصاد او ورپسې به په هېوادکې د ښوونې اورروزنې معيار د نړيوالو معيارونه سره برابروم.

دا دی د ملي يووالي حکومت يونيم کال پوره کيږي، نه امنيت ټينګ شو، نه اقتصاد او نه د ښوونې اوروزنې معيار د نړيوالو معيارونو سره برابرشو، بلکې د پخوا په نسبت  نور هم مخ په زوال روان دى.

په پکتيکا کې له ٢٧١ښوونيزومرکزنو څخه ١٢٣ېې ودانۍ لري هغه هم په سالمه توګه نه دي رغول شوي ا و نه په معياري ډول ودانې شوي دي، پاتې ښوونځي هيڅ ودانۍ نه لري په دې کې لکه څرنګه، چې پوليس خيالي دي دا ډول يې ښوونځي هم خيالي دي او له وزارت څخه معاشونه اجراکيږي .

د هرات ولايت د غوريانو او ورته نورو ولسواليو کې، چې په مياشتو مياشتو د ښوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي همدا لامل دى، چې په شخصي اړيکو لومړی دخيالي ښوونځيو او بيا ورسته د نورو ثابتو ښوونځيو معاشونه اجرا کیږي.

د هرات په ولايت کې  درسي کتابونه په بازارکې په ازادانه توګه پلورل کيږي، خو د پکتيکا د برمل په ولسوالۍ کې د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي، نه په ياده ولسوالۍ کې ښوونځي شته، نه ښوونکي او نه زده کوونکي.

د پکتيکا د خوشامندپه ولسوالۍ کې د ١٥ کلونو په تيريدوسره، چې په افغانستان کې د بيا رغونې او ښوونې په نامه د ډالرو بارانونه وشول،  نه ښوونځى شته اونه کوم زده کوونکى .

دپکتيا حال خو درې مياشتې د مخه څرګندشو، چې دزياتو ښوونځيو دروازي مخ په تړل کيدو وښودل شوې .

دا مهال په هېوادکې د زده کوونکو پر مخ په درې ډوله د ښوونځيو دروازي تړلي دي:

 لومړي چې کوم ښوونځي د جنګ جګړو له امله سوزول شوي د زياتو ودانۍ ويجاړې پرتې دي، دوېم دهغو سيمو ښوونځي، چې حکومت په کې کنترول له لاسه ورکړی دى او دريم هغه ښوونځي، چې وخت په وخت د جګړو ډګر وي اوسيدونکي ېې نورو سيموته کډې کړي اوپه مياشتو مياشتو زده کوونکي خپلو ښوونځيوته نه شي راتلاى.

د تر سره شوې سروې مطابق په ١٣ولايتونو کې د نا امنيو او په ولايتونو کې دچارواکو د بې کفايتيو له امله دښوونې او روزنې مرکزونه دزده کوونکوپرمخ په تړلو حساب دي .

دپکتيا او پکتيکا قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو له حکومت څخه غوښتي، چې که پوره پاملرنه ونه شي د ښوونې او روزني دروازي به وتړل شي.

د يادو ولايتونو شتو ستونزو ته په کتوسره ويلاې شو، چې يواځې امنيتي ستونزي هم نه دي، چې دښوونې اوروزنې دورازي د تړل کيدو په حال کې دي، بلکې په يادو ولايتونو کې د چارواکو بې کفايتي  ده او تر ډېره اقتصادي ستونزې دي، چې د ولس غوښتنو ته د شخصي ګټوپه خاطر ځواب  نه وايي ياد قانع کوونکي ځواب  وړتيا نه لري، دومره بې واکه دي، چې د ولس د حقوقو د غوښتنې غږ هم خپلې مرجع ته نشي رسولای، ځکه خو دا انديـښنه شته، چې د پکتيا او پکتيکا په څير به د يو شمير نورو ولايتونو دښوونځيو دروازي هم وتړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button