لیکوال: نصیب ځدراڼ
تاج ګله زویه! چاقو نه لرې؟
په جیب کې راسره وو، خو ځواب مې ورکړو، نه کاکا جانه،
نن د مشر تره ظاهر خان اکا په کور کې میلمه وم او ډوډۍ مو خوړله.
کاکا مې پاڅیدو د باندې لاړو،چې یو نوی سړی هم حجرې ته راغلو کیناستلو، د تره د زامنو او د نوي راتلونکي سړي ارادې راته بدلې ښکاره شوې.
د تره زوی مې اشاره ورته وکړه، نوي میلمه چاړه را وباسله زما پر خوا یې رامنډه کړه تر څو چې یې وار ته ځان جوړولو ما چاقو راوا خیستلو او اول برید ما ورباندې وکړلو، سړی نسکور شو، بل چاقو مې هم اووهلو،د تره زامن مې وارخطا شول او ما د باندې منډه واخیسته، لویې دروازې ته چې رسیدم تره مې ولاړ و، وایي څنګه مړ مو کړو؟.
ما ویل هو کاکا درته مړ مې کړو، زړه خو مې غواړي دا چاقو دي په غاړه کې در خښ کړم، خو د پلار ورور مې یې، مشر یې حیاء راته دریږي.
زه او کاکا په خبرو وو تر څو یې زامنو هغه کس د باندی راکش کړو، وایي کاکا دا خو یې مړ کړو.
دا کیسه تاج ګل راته کوله، څوک چې د دوو خویندو یواځنی ورور و او تره یې میراث ته غل وو، چې تاج ګل مړ کړي او میراث یې ورپاتې شي.
په ګران وطن افغانستان کې داسې د وحشت او ظلم ډکې پیښې هر وخت کیږي، د اباسین ماشوم مرموزه وژنه یې ښه بیلګه ده، له دي نه مخکې د ننګرهار پیښه، چې د یوې کورنۍ ټول اته تنه د میراث لپاره وژل شوي وو، بیا د کندهار د یوې شاعرې “مینه انتظار” د خور غمیزه، چې د ملي امنیت کارکونکو وتښتوله او څو شپې وروسته یې مړی وموندل شو.
زموږ په ټولنه کې د وحشت او ظلم داسې زرګونه بیلګې شته، لکه د پیسو لپاره د انسان تښتول او بیا وژل، د میراث لپاره د تربرونو وژل یا د ټولې کورنۍ قتل عام، د یوه موټر، ټوپک، ان د موبایل لپاره د انسان وژل، د پولې پټي، اوبو پر سر جنګونه او مرګونه بیا تر کلونو کلونو پورې بد په زړه کې ساتل او غچ اخیستل، د ورور د جرم سزا خور ته ورکول او هغه خور په بدو کې خپلو دښمنانو ته ورکول، هغه مرګونه چې اسلام موږ ته د هغې اجازت نه راکوي، خو موږ یې د پښتو او غیرت په نوم باندې کوو، د ولور په نوم خور او لُور په لوړه بیه خرڅول بیا هغه پیسې خوړل.
داسې په سلګونو د ظلم او وحشت مثالونه زموږ د افغانانو په ټولنه کې شتون لري، چې زه یې د ټولو مشکلاتو او غمیزو یواځنی لامل بولم.
بیا کله موږ د روسانو د یرغل غمونه ژاړو، کله د امریکایانو د بمباریو او چاپو، د دولت د رشوت او بي انصافۍ او د وسله والو ډلو د بمونو او چاودنو نه ګیله کوو.
خو
زموږ د ټولو مشکلاتو او غمیزو علت زموږ هغه بې انصافه او ظالمانه اعمال دي، چې مونږ یې د یوه فرد په حیث په ټولنه کې تر سره کوو، حقوق العباد تر پښو لاندي کوو.
حدیث شریف دی چې: لایرحم الله من لا یرحم الناس. ژباړه: الله تعالی په هغه کس باندي رحم نه کوي څوک چې په خلکو باندي رحم نه کوي.
د حضرت علی (رض) یو قول دی وایي: یو قوم په کفر کې قایم پاتي کیدلی شي، خو په بې انصافۍ او ظلم قایم نشي پاتي کیدلی.
همداسې د امام ابن تیمیه(رح) قول دی چې وايي:دظلم بادشاهي دوام نلري او دکفر بادشاهي دوام لري.
راځئ موږ افغانان یو ځل بیا خپلو اعمالو ته وګورو، که په غلطه روان وو نو د رمضان المبارک د رحمتونو ډکه میاشت کې باید الله (جل جلا له) ته وژاړو او د خپلو ګناهونه بخشش ترې وغواړو او د نورو ګناهونو، بي انصافیو او د ظلمو نه کولو کلک هوډ وکړو.
که غواړو چې په هر در کې د ژړا څخه ځان وژغورو، نو په اخلاص سره دې د الله جل جلا له په در کې وژاړو، بیا نو د رحمت د باران په لار کې هیڅ داسې شی نه وینم، چې په مونږ باندی د وریدلو په لار کې خنډ جوړ شي.

















