
مفتون د مينې سرمايه له مرګه واخستله
شعر / مفتون
چا نقصان وکړ چا فايده له مرګه واخستله
هرچا دخپل نيت نتيجه له مرګه واخستله
د دارپه سر مو ابدي ژوندون ته غاړه ورکړه
د دار په سر مو مخه ښه له مرګه واخستله
اوس مونږه مرګ او ژوند يوبل سره تضاد نه ګڼو
مونږه د ژوند ټوله کيسه له مرګه واخستله
مرګ حقيقت کې دجنت دلنډې لارې نوم دى
مجاهد دغه اندازه له مرګه واخستله
داچې نه مرو، او نه ډاريږو او نه غم پېژنو
مونږه دا لوړه مرتبه له مرګه واخستله
اوس د ايمان خاوندته مرګ دمرګ پشان نه ښکاري
فدايي رعب او دبدبه له مرګه واخستله
مونږطالبان يو مونږه مرګ په شهادت بدل کړو
مونږه د مرګ دغه نامه له مرګه واخستله
نيمګړيه ژونده خاماخا به درنه کرکه کوي
مفتون د مينې سرمايه له مرګه واخستله
(23جوزا1395ه ش)



