کابل ټکی کام ۲۵غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت ولایتي شورا وایي، چې د دغه ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.
د روزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادمزي ویلي دي، چې له تېرو درو ورځو راهیسې په دغه ولسوالۍ کې درندې جګړې روانې وې، چې بالاخره تېره شپه د طالبانو لاسته ورغله.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی دی، او ویلي یې دي، چې د مقابل لوري ۵۳ سرتیري یې وژلي دي.
طالبانو همدا راز ویلي دي، چې ۷ رېنجر موټر، ۲ ټانګونه او د ولسوالۍ او قومندانۍ تعمیرات یې له منځه وړي دي.
طالبان وایي، چې له مقابل لوري څخه یې ۵۵ میله سپکه او درنده وسله او ګڼ نور مهمات ترلاسه کړي دي.
طالبانو همدا راز ویلي دي، چې په جګړه کې یې ۴ تنه جنګیالي هم وژل شوي دي.
له بلې خوا د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب دغه ادعاوې ردوي.


















