کابل ټکی کام ۲۵غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
شیعه ملېشو چې د عراق د فلوجه ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي، دا مهال یې د ملکي وګړو پر وژنو او اختطاف لاس پورې کړی دی.
خبري رسنۍ وایي، چې شیعه ملېشو ۴۹ تنه ملکي وګړي، چې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې سیمې څخه په تېښته بریالي شوي وو، وژلي دي، او شاوخوا ۶۴۳ نور یې اختطاف کړي دي.
د عراق د الانبار ولایت والي صحیب الراوي پلازمینه بغداد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې لومړي وزیر حیدر العبادي په فلوجه کې د ملکي وګړو د وژنې او تښتونې د پېښې د څېړلو لپاره کمیسون ګومارلی دی.
د دغه کمیسون له لورې په شویو څېړنو کې راغلي دي، چې شیعه ملېشو د فلوجه ښار په شمالي المحمدیه سیمه کې ۴۹ ملکي وګړي وژلي، او شاوخوا ۶۴۳ نور یې تښتولي دي.
د دغه کمیسون څېړنې ښيي، چې شیعه ملېشو سلګونه تنه شکنجه کړي دي، او له سلګونو تنو نورو سره یې ناوړه چلند کړی دی.
دغه کمیسون ویلي دي، چې پوره اسناد او شواهد لري.
د دغه کمیسون د څېړنو له مخې، چې د تښتول شویو ۶۴۳ کسانو په اړه معلومات نه لري، چې چېرته دي.


















