سوریه کې د روژې د مبارکې میاشتې د پیل راهیسې، ۲۷۱ ملکي وګړي وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۷غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

په سوریه کې د روژې د مبارکې میاشتې د پیل راهیسې د اسد او د روسیې د جنګي الوتکو په بمباریو کې ۲۷۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نړیوالو خبري رسنیو له لورې په یوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې د روژې د مبارکې میاشتې د پیل راهیسې، په سوریه کې د اسد او د روسیې د جنګي الوتکو په بمباریو کې ۲۷۱ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپور کې راغلي دي، چې په وژل شویو کې ۱۷ ماشومان او ۱۴ ښځې شاملې دي.

د روسیې او بشار اسد ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د روژې په مبارکه میاشت کې دغه وژنې د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې کړي دي، او لا یې هم کوي.

راپور کښلي دي، چې د اسد او د روسیې جنګي الوتکې په روغتونونو، بازارونو او د ژغورنې ډلو په مرکزونو باندې هم بریدونه کوي.

راپور کې راغلي دي، د اسد او د روسیې جنګي الوتکې زیات هوايي بریدونه په حلب ښار او شاوخوا سیمو کې کوي، چې له کبله یې په دغه ښار کې د وژنې شمېره هم زیاته وي.

د یادولو ده، چې په سوریه کې د اسد او د روسیې د جنګي الوتکو له لورې په شویو بمباریو کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېره دومره زیاته شوې ده، چې د شمېر او ضبط څخه وځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button