افغانستان کې به د البانیايي عسکرو شمېره دوه برابره شي

کابل ټکی کام ۲۷غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د البانیا د دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په افغانستان کې به د البانیايي عسکرو شمېره دوه برابره شي.

د البانیا دفاع وزیر تېره ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېره دوه برابره کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ هم د البانیا د دغې پرېکړې هرکلی وکړ.

د یادولو ده، چې دا مهال په افغانستان کې البانیا د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دوه څلوېښت پوځیان لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button