باميان: د کهمرد ولسوال د خپلو ساتونکو لخوا وژل شوی

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی ۲۷ زرغون خوږیاڼی

ولسوال سیغاني د بامیانو له مرکز څخه  کهمرد ولسوالۍ ته پر لاره وو، چې د خپلو ساتونکو لخوا وژل شوی دی.

د بامیان امنیه قومندان عبدالمبین ایزدیار د پېښې پخلی کړی دی او رسنیو ته یې وویل:  د کهمرد  ولسوال هادي خان سيغاني هغه مهال د خپلو دوو ساتونکو لخوا ووژل شو، چې د باميانو له مرکز څخه د کهمرد پر لور روان و.

سرچینو تائيد کړې، چې ولسوال پر ډزو وژل شوی دی.

امنیه قومندان وایی: «پېښه تېره شپه لس بجې د سيغان ولسوالۍ سوخته چنار سيمه کې رامنځته شوې ده».

امنیتي سرچینې وايي، چې د سیغاني ولسوال ساتونکي نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی، خو دا نه ده جوته شوې، چې نوموړی ولسوال ولې  د خپلو ساتونکو لخوا وژل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button