غزل
جانان خدرخېل
دا زما کلی زما قام دی ـ یار
دلته مئین سړی بدنام دی ـ یار
دا زما سترګې، ستا د پښو خاورې
د محبت دغه انجام دی ـ یار
زړه تر حرمه هم سپېڅلی وي
دا عاشقي داسې مقام دی ـ یار
نن چا یو ځلي را کتلي دي
نن مې دا زړه یو څه آرام دی ـ یار
زوی یې د کوز کلي ډمتوب کوي
پلار یې د بر کلي امام دی ـ یار
دومره ډاډه مې خوا ته مه راځه
زړه مې نری دی او ماښام دی ـ یار
نوي ساقي ته خو دې پام دی یار !؟
نن د زاهد په لاس کې جام دی ـ یار
د “خدرخېل” به شاعري څه وي
خو ستا له سترګو نه الهام دی ـ یار

















